د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

امریکا یو ځل بیا د هرات زده‌کوونکو ته په نړیواله سیالۍ کې د ګډون اجازه ورنه‌کړه


د افغانستان د ښوونځیو هغو زده‌کوونکو ته چې په امریکا کې د روباټونو په نړیواله سیالۍ کې د ګډون هیله‌یې درلوده، د دوهم ځل لپاره ویزه ورنه‎کړل شوه.

په امریکا کې د روباټونو د سیالۍ د ۱۶۲ ګډونوالو ټيمونو له ډلې یوازې د افغانستان شپږ کسیز ټیم د ویزې د نه‌لرلو له کبله، په دې نړیواله سیالۍ کې له ګډون کولو بې‌برخې شو.

د هرات شپږ زده‌کوونکې نجونې به اوس دا سیالي چې د دوی په لاس جوړ شوی روباټ یا خودکاره ماشین هم په‎کې ښودل کېږي، د وېډیويي اړېکې له لارې ګوري، ځکه امریکا ته د دوی د سفر غوښتنلیکونه یو ځل نه، بلکې دوه ځله رد شول.

دا نجونې چې شپږ میاشتې مخکې یې خپل روباټ چمتو کړی و، هغه مهال چې په سیالۍ کې یې د ګډون غوښتنه کوله، له تقریباً ورته ستونزو سره مخامخ شوې وې.

دوی وايي، غوښتل‌یې نړیوالو ته وښيي چې دوی هم د نورو په څېر کولای شي، روباټونه جوړ کړي.

د دې ټیم غړې سمیې فاروقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې کبله سخته مأیوسي وښوده او ویې‌ویل:

"موږ فکر نه‎کاوه چې غوښتنه به مو رد شي، ځکه حتی هغه هېوادونه چې امریکا یې پر وګړو د سفر بندیز لګولی، ومنل شول، خو افغانستان چې په دې بندیزونو کې شامل نه‎دی، موږ فکر نه‌کاوه چې رد به شي، خو کله چې رد شوو، ټول ډېر نا امېده شوو."

سمیې او ملګرو یې د روباټونو نړیوالې سیالۍ ته داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي، څو دانې توپونه تنظیم کړي، نارنجي او آبي رنګونه وپېژني او شیان په منظم ډول په خپلو ځایونو کې کېږدي.

وروسته دوی ۸۰۰ کېلو متره لاره ووهله او په کابل کې د امریکا سفارت ته ولاړې، خو د دوی د ویزې غوښتنلیکونه لومړی ځل د غبرګولي په ۱۰مه هغه مهال رد شول چې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې چاودنې څه باندې یو نیم سل کسان ووژل.

افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې نه‎دی چې وګړي یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرمان له‎مخې امریکا ته د سفر اجازه نه‎لري، خو د سوریې، ایران او سوډان ټیمونو ته چې هېوادونه‌یې د امریکا د ویزې په بندیزونو کې شامل دي، د روباټونو په سیالۍ کې د ګډون ویزې ورکړل شوې.

د ګامبیا د ټیم غړي هم لومړی رد شول، خو وروسته ویزې ورکړل شوې او د پنځو نورو هېوادونو د ټیمونو د ویزو کار لا هم په جریان کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه چې ولې د دې افغان زده‌کوونکو ویزې رد شوې، له تبصرې ډډه وکړه، خو وايي، د ټولو غوښتنلیکونو په اړه له قانون سره سمه څېړنه کېږي.

د هرات د روباټیک کور د انسټټیوټ مشر محمد رضا رضايي چې د دې شپږ کسیز ټیم مشري کوي، وايي، عجیبه ده چې یو روباټ په دې سیالۍ کې ګډون کوي، خو هغه کسان چې دا روباټ‌یې جوړ کړی، ترې بې‌برخې کېږي.

XS
SM
MD
LG