د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۹

کاناډايي ټورنټو سن: پر افغان جګړې څېړنه، بېلابېلو پایلو ته رسیدلي


کاناډايي ټورنټو سن ورځپاڼې د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو دوو تنو مسئله له دې پلوه څېړلې چې دوه مختلفې نتیجې یې ورکړي دي.

د ورځپاڼې په وینا دواړه چې دیرش کلن دي یوه ته لاټري وتلې او بل تراوسه په یخ ښوئیږي.

یو په کاناډا کې زیږیدلی عمرخضر دی چې له خپل پلار او ملګرو سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته تللی و چې د کاناډایي او د نورو متحدینو په وړاندې جګړه کې برخه واخلي.

بل هم علم خان دی چې په افغانستان کې زیږیدلی او له کاناډایي ځواکونو سره یې د ژباړونکي په توګه کارکول غوره کړي و.

ټورنټو سن لیکي:

خضر اوس میلیونر دی او د څه باندې ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو چک په مرسته چې ده ته ورکړل شوی، د کاناډا په اډمنټون ښار کې اوسي.

خو بل هغه خان بیا نه سرپناه لري او نه هم کوم عاید. نوموړی چې د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې د ګواښونو له امله کډوالی ته اړ کړای شوی، د ترکیې د استانبول ښار په لویو واټونو کې د باطله موادو پر بیرلونو کې په غورځول شویو خوراکي موادو ځان ساتي.

خان ټورنټو سن ورځپاڼې ته ویلي، دا بې عدالتي ده، خضر چې یو امریکایي روغتیاپال یې وژلی، ورڅخه بخښنه غوښتل کېږي او څه باندې ۱۰ میلون ډالره چک ورکول کېږي. هغه وايي دې مسئلې دی ګنګس کړی دی.

خان دې ورځپاڼې ته ویلي چې د ده هغې درخواستي ته چې کاناډا ته د پناه غوښتونکي په توګه د تلو لپاره یې د دې هېواد حکومت ته استولې څوک ځواب نه ورکوي.

خان وایي، د ژباړونکي په توګه په ۶۰۰ ډالرو میاشتنۍ تنخوا یې خپل ژوند خراب کړ او اوس ځان ډېر ناهیلۍ احساسوي او نه پوهېږي چې د کاناډا حکومت ولې د انسانیت احترام نه کوي. دا له اخلاقي پلوه سم نه دی.

ټورنټو سن وړاندې لیکي:

د خان مېرمن او دوه زامن یې د طالبانو له ویرې په افغانستان کې پټ دي او دی چې د کاناډا په هیله له افغانستانه وتلی او ترکیې ته یې ځان رسولی ټولې هیلې یې په هغو لیکونو پورې غوټه دي چې د کاناډا د مهاجرت د چارو وزیر احمد حسین ته یې استولي دي.

دی وایي، تر اوسه یې کوم ځواب نه دی اخېستی او داسې بریښي چې پر هره درخواستي یې غوږونه کاڼه دي.

بریتانوي ډیلي انډ سنډې اکسپرېس خپرونې بیا په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو غیر قانوني کړنو ته پام اړولی او د ساس SAS په نوم د دغو ځواکونو د یوه پخواني سرتیري د څرګندونو په حواله لیکي چې ویلي یې دی کله چې یې په افغانستان د شپې له خوا په لوړه کچه پټ عملیات پیل کړل غیر قانوني وژنې د دوی د کار په مقرراتو کې نه وې شاملې.

د دغه سرتېري چې هویت یې پټ ساتل شوی دغه څرګندونې وروسته له هغې خپرېږي چې د بریتانیا شاهي پوځي RMP پولیس د هغو ادعاوو په اړه چې د ساس غړیو په افغانستان کې د ماموریت په مهال بې وسلې ملکیان په سړه سینه وژلې او د پېښو په اړه یې نادرست راپورونه ورکړي، څېړنې کوي.

دغه سرتېري دې خپرونې ته ویلي چې غیر نظامي افغانان په عملیاتو کې تل وژل کېدل خو وروسته په لوړه کچه استخباراتو به تائیدول چې هغوی ملکیان نه بلکه د طالبانو قوماندانان وو.

دې سرتیري دا هم ویلي چې په خاصو مواردو کې د طالبانو د بې وسلې قوماندانانو له جسدونو سره به وسلې ایښودل کېدې چې وروسته دا ثابته شي چې هغوی تروریستان وو.

ډیلي اېنډ سنډې اکسپرېس خپرونې د بریتانیا د دفاع د پخواني وزیر سرګرالد هاوارت څرګندونې هم را اخیستي چې ویلي یې دي د یوې څېړنې له پیلېدو مخکې باید ډېر له احتیاطه کار واخېستل شي، ځکه هره څېړنه کولای شي د دغه ځواک غړیو ته زیان ورسوي.

د هغه په وینا د بریتانیا ځانګړي ځواکونه یې په نړۍ کې له ښه حیثیت او اعتبار څخه برخمن دي او که موږ پر یوې خلاصه محکمه کې د هغوی دغه محرم فعالیتونه وڅېړو نو وړتیاوې به یې زیانمنې کړو.

XS
SM
MD
LG