د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

په ارزګان ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام پیل شوو


که څه هم په ارزګان ولایت کې په دې وروستیو کې د نا امنیو له امله د مسؤلینو په خبره، د ګڼو پروژو کارونه په ټپه درېدلي، خو د ولسي تړون ملي پروګرام نن شنبه په دغه ولایت کې خپله ۱۰کلنه کاري دوره پیل کړه.

د دغه پروګرام د پیل پر مهال د ارزګان ولایت والي محمد نذیر خروټي خلکو ته د دې پروګرام په اړه د پوره شفافیت ډاډ ورکړی او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د دغه ملي پروګرام ملاتړ وکړي او پوره همکاري ورسره وکړي، تر څو کارونه يې په سمه توګه سر ته ورسېږي.

ښاغلی خروټی وايي، دغه پروګرام چې څه باندې ۴۰۰ شورګانې لري، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالېو کې به پلی کېږي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.

خروټي زیاته کړه :

"زه نن ډېر خوشحاله یم چې په ارزګان ولایت کې داسې یو پروګرام پیلېږي چې اغېزه يې مستقیم پر خلکو ده، ځکه په‎دې پروګرام کې هغوی ته بودجه په واک کې ورکول کېږي او هغوی په خپله خوښه خپله ځانته کار کوي، خو زماغوښتنه هم دا ده چې دغه پروګرام باید په شفاف ډول تر سره شي."

ښاغلي خروټي د دغه پروګرام له پلي کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د هغو سیمو خلکو ته په‎کې خاصه پاملرنه وکړي، کوم چې جګړو ځپلي دي.

له‎دې سره د دغه پروګرام ولایتي مسؤل انجنیر نیاز محمد حقمل همدارنګه وویل چې د دغه پروګرام څخه يې هدف خلکو ته روغتیايي، ښوونیز، پرمختیايي او د زراعت او مالدارۍ په برخو کې خدمات وړاندې کول او د دې تر څنګ خلکو ته کاري زمینه برابرول دي.

نوموړی وايي، په دغه پروګرام کې ښځو او نارینو ته هم یو ډول ونډه ورکول کېږي چې زیات شمېر مېرمنو ته به په‎کې د کار زمینه برابره شي.

انجنیر نیاز محمد حقمل
انجنیر نیاز محمد حقمل

ښاغلی حقمل وايي:

"په اصل کې د دغه پروګرام هدف د دولت او خلکو تر منځ نېږدېوالی دی، دا چې په ارزګان ولایت کې خلک جګړو ځپلي اوهر څه يې ترې اخیستي، نو موږ هڅه کوو چې دوی ته کاري زمینه برابره کړو،د فقر اوغوربت سطحه راټیټه کړو او داسې نور کارونه مخته وړو چې د کليوالو شوراګانو پر مټ به تر سره کېږي."

ښاغلي حقمل همدارنګه وویل، دغه پروګرام کوم سیاسي هدف نه‎لري.

یوازې کلیوالو افغانانو ته خدامات وړاندې وکول دي.

نوموړي له وسله‎والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه پروګرام خنډ ونه‎ګرځي او په پلي کولو کې ور سره مرسته وکړي.

دی وايي:

"وسله‎وال طالبان هم زموږ ورونه دي، د دغه وطن بچیان دي، په دغه وطن کې زېږدلي او زموږ هدف هم د دغه وطن و خلکو ته خدمت کول دي، نو زموږ غوښتنه ور څخه دا ده چې په یو شمېر هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، زموږ مخه ونه‎نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت خلک په دې وروستیو کې جګړو سخت ځپلي او ځاني او مالي زیانونه يې ور اړولي چې په وار وار يې د دغه ډول پروژوغوښتنې کولې.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو او قومي مشرانو هم د دغه پروګرام د پلي کېدو څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې دغه پروګرام په شفاف ډول مخ ته یوسي او په سمه توګه يې پلی کړي.

د ارزګان د ولایتي شورا غړی عبدالکریم خادم‎زوی او معلم رحمت‎الله داسې وویل:

"موږ د دغه ملي پروګرام ملاتړ کوو، خوموږ هغه د پخواپه رقم کار نه غواړو چې صرف د کاغذ پر مخ و، موږ به له دغه پروګرام څخه وخت پر وخت څارنه کوو او له دوی څخه موغوښتنه دا ده چې په واقعیت کې خلکو ته کار وکړي، نه په خیانت."

د یادونې وړه ده چې دغه پروګرام تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ملي پیوستون تر نوم لاندې پلی شوی و چې خلکو ترې سر ټکاوه او ویل يې چې په‎کې پراخ فساد شتون لري.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG