د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

په ننګرهار کې د اکسیجن او نایتروجن لومړنۍ توليدي فابریکه فعاله شوه


په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره يوې خصوصي فابریکې د اکسیجن او نایتروجن د توليد په برخه کې فعالیت پيل کړ چې د مسولینو په خبره دا فابریکه به د ختیځ زون د څلورو ولایتونو اړتيا پوره کړي.

د لوی ننګرهار په نوم د دې خصوصي فابریکې مسؤل ډاکتر نسیم‌الله درمان د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وويل چې دا فابريکه‌يې په خپلې شخصي بودجه جوړه کړې او شااوخوا درې نیم لکه ډالره لګښت پرې راغلی.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه فابریکه تقريباً د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده چې دا به د شرقي زون اړتيا پوره کوي او په اینده کې به دې ته نور پراخوالی هم ورکوو، اوس‌مهال موږ په ۲۴ ساعتونو کې۵۲۰ ډبې اکسيجن او نايتروجن توليدوو."

نوموړي وويل چې د دې فابریکې په فعالیت سره به ۲۵۰ تنو مسلکي او غير مسلکي کسانو ته کاري بوختيا پيدا شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي خوښ دي چې په هېواد کې توليدي فابریکې فعاله شي.

دوی وايي، د دې فابریکو په فعالیت سره هېواد د نورو هېوادونو له احتياج نه‌ خلاصېږي او بل‌خوا بیا په داخل د هېواد کې ګڼو ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابرېږي.

د اجمل او ستومان په نومونو د ننګرهار ولایت دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:

"هغه کسان چې سرمایه لري زموږ ترې غوښتنه ده چې رادې شي دلته دې پانګونه وکړي له یوې خوا به ځوانانو ته کار پيدا شي بل زموږ د ملک تولیدات به لوړ شي."

"دغه فابریکه چې چا جوړه کړې دوی ته دې خدای همت ورکړي چې په ښه کیفیت تولید وکړي او نور زموږ هېواد په ټولو برخو کې له احتیاجه خلاص شي."

اکسيجن او نايتروجن ګازونه د ناروغانو په درملنې، توليدي فابريکو، فلزکارۍ او حتی د کبانو روزنيزو فارمونو کې هم ترې ګټه پورته کېږي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG