د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د انټرنیټي پاڼو د بندېدو په اړوند یو شمېر اندېښنې


افغان دولت د جزا نوی قانون توشیح کړی، په دې قانون کې یو څپرکی انټرنیټي جرمونو ته ځانګړی شوی دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست پرېکړه کړې چې د ترهګرو هغه ویب پاڼې چې دولت ضد خپرونې کوي قومي او ژبینو تعصبونو ته لمن وي هم وتړي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه کار کوي ترڅو هغه لېست جوړ کړي چې له مخې باید څومره او کوم ویب پاڼې وتړل شي.

خو "نۍ" یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي چې د نوي توشیح شوي قانون او د انټرنیټي پاڼو د بندیدو په اړوند یو شمېر اندېښنې لري.

دا چې له کومو مسایلو اندېښنې موجودي دي د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو.

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې نۍ مسؤل مجیب خلوتګر مو میلمه دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG