د لاسرسي لېنکونه

ډونالد ټرمپ له امریکا څخه د اروپا په سفر روان شو


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن له امریکا څخه د اروپا په سفر روان شو.

نوموړې به ددې سفر په ترڅ کې وارسا ته ولاړ شي.

همدارنګه به د جرمني په هامبورګ کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې پر ګډون سربیره ددې غونډې تر څنګ د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره وګوري.

ولسمشر ټرمپ پولینډ ته یوه ورځ مخکې له هغې روان شو چې ټاکل شوې نوموړی به د دې هېواد په پایتخت وارسا کې مهمه وینا وکړي او دغلته به د مرکزي او ختیځې اسیا د هېوادونو له هغو مشرانو سره غونډې ولري چې دغلته د درې سمندرګیو د طرحې په اړه د مشرانو د غونډې لپاره راټولېږي.

دا طرحه د پولنډ او کروشیا شریکه پروژه ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې پیل کړې او هدف یې د هغو هېوادونو ترمنځ چې د ادریاتیک، بالتیک او تور سمندرګي پر غاړو پراته دي د سوداګرۍ او زیربنايي برخو پیاوړتیا او د انرژۍ او سیاست په برخو کې د همکاریو پراختیا ده.

په دې طرحه کې نور ښکېل هېوادونه، هنګري، چک جمهوریت، سلواکیا، رومانیا، بلغاریا، لیتوانیا، استونیا، لاتویا، سلوینیا او اتریش دي.

په هامبورګ د شلو صنعتي هیوادونو د مشرانو د غونډې ترڅنګ د روسیې او امریکا د مشرانو لیدنه له هغې راوروسته چې ډونالد ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی له ویلادیمیر پوتین سره یې دا لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

XS
SM
MD
LG