د لاسرسي لېنکونه

مشعل: د کرکټ د لا ودې لپاره یې عملي کارونه پیل کړي


د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس وايي چې د کرکټ له نړیوالې شورا څخه‌یې د بشړ غړیتوب له تر لاسه کولو وروسته د کرکټ د لا ودې لپاره عملي کارونه پیل کړي دي.

شکرالله عاطف مشعل ازادي راډيو ته وویل چې په دې لړ کې به د کرکټ یو لوبغالی چې په ټولو نړیوالو معیارونو به برابر وي، په کابل کې سږ کال پرانیزي.

ښاغلي مشعل وویل:

"سږ کال موږ په کابل کې د کرکټ یو نړیوال لوبغالی پرانیزو، همداراز د کابل په ۴ نورو زونونو کې هم ۴ د کرکټ لوبغالي جوړوو."

ښاغلی مشعل وايي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د نورو میدانونو، اکاډمیو جوړول او د کورني کرکټ پراخول، د افغانستان د کرکټ بورډ لومړیتوبونه دي.

XS
SM
MD
LG