د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د کندهار په بېلابېلو پېښو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي


په کندهار کې په بېلابېلو پېښو کې څلور ملکیان او څلور وسله‎وال وژل شوي یو ملکی او درې وسله‎وال ټپیان شوي دي.

تېره شپه ناوخته وسله‎والو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ په شل غمي او منډیکک سیمه کې د پولیسو پر پوستو حمله کړې.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې د پولیسو او وسله‎والو طالبانو تر منځ په څو ساعته جګړه کې څلور وسله‎وال وژل شوي، ۳ وسله‎وال او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

ښاغلی دُرانی وايي:

"په دې څو ساعته جګړه کې د دښمن څلور ترهګر مړه او درې نور شدید زخمیان شوي، زموږ دوه پولیس سطحي ټپیان شوي او په زیات شمېر وسلې زموږ امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي."

دغه‌راز نن سهار د خاکرېز ولسوالۍ د سلامۍ په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر چاودنې څلور تنه وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل، چاودنه په ځمکه کې د خښ شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

د دُراني په وینا په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه نارينه شامل دي.

دُرانی زیاتوي چې د پېښې قربانيان ټول د هلمند ولايت اوسېدونکي دي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د شامقصود اغا زيارت ته روان وو.

دغه‌راز په یوه بله پېښه کې د کندهار پولیسو ۳۴ کېلو ګرامه مورفین نیولي چې د میدان وردګ څخه نیمروز ته انتقالېدل.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه مخدره مواد په بېنس موټر کې ځای پر ځای شوي و چې د ۱۴ حوزې د پولیسو له‎خوا ونیول شول.

د دُراني په وینا د دغو مخدره موادو سره په تړاو څوک نه‎دي نیول شوي.

په خاکرېز کې د پولیسو پر پوستو د حملې او ماین چاودنې په اړه تر اوسه وسله‎والو طالبانو کومه تبصره نه‎ده کړې.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG