د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د افغانستان او ترکمنستان د حکومتونو تر منځ د بحث اساسي مسایل څه دي؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر نن د دوشنبې په سهار د ترکمنستان پلازمېنې عشق‎اباد ته ولاړ.

سیمه‎يیزه او دوه اړخیزه همکاري، له ترورېزم سره مبارزه او د اقتصادي اړېکو پراختیا د افغانستان او ترکمنستان د حکومتونو د مشرانو تر منځ د بحث اساسي مسایل جوړوي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر د دوشنبې په سهار د عشق‎اباد په لور روان شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"له شک پرته په دې سفر کې به په سیاسي مسایلو، سیمه‎يیزې همکارۍ، له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وشي، عمدتاً سفرونه سیاسي او اقتصادي جنبه لري، خو د دغه سفر هدف تر ډېره هغه مسایل دي چې ورته اشاره وشوه."

نوموړي وویل چې د دغه سفر پر مهال به د غالیو د صنعت، د برېښنا د مزو د انتقال، د پوهنتونونو تر منځ همکارۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ د نړیوالو ټرانسپورتي اړیکو، ګمرکي همکاریو او د تورغونډۍ-اسعد‎آباد د اوسپنې پټلۍ د اساسي ترمیم څو بېلابېل هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شي.

افغانستان او ترکمنستان نېږدې ۸۰۰ کېلو مټره ګډه پوله لري او دا مهال په افغانستان کې د ترکمنستان د پانګونې او سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د برېښنا د مزو غځول، د ګازو، غذايي موادو، قیمتي ډبرو انتقال، د کالیو ترانزيټ او په بېلابېلو برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو تعاملاتو څخه دي.

افغانستان په داسې حال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي چې له ګاوندي هېواد پاکستان سره‌یې دغه اړیکې پخوانۍ نه‎دي پاتې.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف‎الدین سیحون وايي، له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړېکې د هېواد د اقصادي پیاوړتیا په برخه کې ډېرې مهمې دي.

ښاغلي سیحون وویل:

"د صادراتو او وارداتو لپاره سیمه‎ییزې او ترانزیټي همکارۍ او ورته د بدیلو لارو پیدا کول، پاکستان دې‎ ته اړ کوي چې د خپلو ګټو لپاره بالاخره د افغانستان سوداګرۍ ته فرصتونه برابر کړي."

ښاغلي سیحون دغه‌شان له ترکمنستان سره د اړېکو پراختیا د افغانستان په ګټه ګڼي او وايي، نوموړی هېواد به کله هم د افغانستان په سیاسي چارو کې مداخله ونه‎کړي.

دی ټينګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا به دغه هېواد په یوې ترانزیټي څلورلارې بدل کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG