د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

مرکزي حکومت ته د کندز د ولایتي شورا یوه اوونۍ مهلت او خبرداری


د کندز ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت سیمه‎ییز چارواکي د غیر مسؤله وسله‎والو په خلع سلاح کولو کې همداراز د خلکو د سر او مال د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دي.

دوی همداراز مرکزي حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړ، څو د دې ولایت سیمه‎ییز چارواکي له دندو ګوښه کړي او پرته له هغه دوی په پراخ لاریون لاس پورې کوي او د دې ولایت واټونه د ترافیکو پر مخ تړي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي

د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي د کندز د روان وضعیت په اړه رسنیو ته داسې وویل:

"موږ په وار-وار خپل غږ پورته کړی چې د کندز امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي، خو سیمه‎ییزو چارواکو تر اوسه د دې ولایت امنیتي وضعیت ته توجه نه‎ده کړې، ځکه د دې ولایت سیمه‎ییز چارواکي بې‌کفایته دي."

په ورته وخت کې د ولایتي شورا غړي بیا وايي چې د کندز د سیمه‌ییزو چارواکو د ناسم مدیریت له کبله د دې ولایت په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ناامنیو او قتلونو زور اخیستی دی.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني
د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی غلام رباني رباني

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي غلام رباني رباني په دې اړه وویل:

"د ولایتي شورا وکیلانو مرکزي حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی، څو د کندز اوسني وضعیت ته توجه وکړي او هغه کسان چې د خلکو د سر او مال د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلي، باید له دندو ګوښه کړل شي او پرته له هغه موږ په لاریون لاس پورې کوو."

بل‎خوا د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې په دې وروستیو ۵ میاشتو کې د امنیت لمن په دې ولایت کې پراخه شوې، خو د ولایتي شورا غړي د دې ولایت اوسني وضعیت په اړه باید منصفانه قضاوت وکړي.

د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

نوموړی وايي:

"چېرته چې ټولنه وي، خلک وي او اجتماع وي نو هلته جرم او جنایت هم شته او د دنیا له پیل او پای پورې جرم او جنایت شته، خو جرمونه د ټولنې، سیاسي او اقتصادي وضعیت پورې تړاو لري او دغه مسائل شته، خو موږ باید منصفانه قضاوت وکړو."

خو د کندز اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د خپل‎سرو وسله‎والو د زیاتوالي له کبله په دې ولایت کې د ناامنیو، سړي تښتونو، وسله‎والو غلاو او د قتلونو په پېښو کې زیاتوالی راغلی.

دوی همداراز د مرکزي حکومت له مشرانو غواړي چې په دې ولایت کې ټول خپل‎سري وسله‎وال خلع سلاح کړي، ځکه د دغو خپل‌سرو وسله‎والو ډلو موجودیت خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG