د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۵۹

ننګرهار چارواکي: تېر یوه میاشت کې ۱۰۴ تنه مخالین وژل شوي


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسواليو کې د يوې مياشتې په موده کې د دولت ١٠٤ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ٤١ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن يکشنبه يوه کنفرانس ته وويل، د تېرې مياشتې په موده کې نېږدې ١٠٠ تنه نور وسله‎وال نيول شوي هم دي.

امنيه قوماندان وويل، په دې موده کې ١٥٥ پاکستاني اتباع هم چې قانوني اسناد يې نه‎درلودل، نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان وويل، د تېرې مياشتې پر مهال د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٢٠٠ کسان نيول شوي دي.

خو خپلواکو سرچينو د وژل شويو، ټپيانو او نيول شويو مشکوکو کسانو ارقام نه‎دي تائيد کړي.

XS
SM
MD
LG