د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۳

د فرانسې یوه کمپني به تهران سره د ګازو د استخراج هوکړه وکړي


د ايران د انرژۍ وزارت وايي، د ټوټال په نامه د فرانسې د انرژۍ ستره کمپنۍ به د ايران د ګازو د استخراج د يوې ساحې د پراختيا لپاره د څو مېلياردو ډالرو په ارزښت موافقه له تهران سره لاسليک کړي.

دا له هغې را وروسته چې له ايرانه ځينې نړيوال بنديزونه لېرې شوي، له يوه بهرني شرکت سره د ايران تر ټولو ستره موافقه بلل شوې ده.

د ايران د انرژۍ وزارت يوه وياند وويل، د جنوبي فارس د ۱۱ فاز د پراختيا لپاره دغه نړيواله موافقه د دوشنبې په ورځ د ټوټال، يوې چينايي کمپنۍ او د ايران د پيټرو پارس کمپنۍ د استازو په حضور کې لاسليک کېږي.

ټوټال له ايران سره ابتدأيي موافقه په نوامبر مياشت کې لاسليک کړې وه.

دا د ٤ اعشاريه ٨ مېلياردو ډالرو په ارزښت پروژه ده چې د فرانسې د ټوټال کمپنۍ تر څنګ د چين د پټروليم ملي شرکت به په کې ٣٠ او د ايران پيټرو پارس به په کې نېږدې ٢٠ سلنه ونډه لري.

XS
SM
MD
LG