د لاسرسي لېنکونه

کندهار کې د غوښنو چرګانو دوه لوی فارمونه جوړېږي


د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، د کال تر پایه په دغه ولایت کې د غوښنو چرګانو دوه لوی فارمونه چې ۲۰ زره غوښن چرګان به په کې ساتل کېږي، جوړېږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د یادو فارمونو کارونه تر نیمايي زیات بشپړ شوي او ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د معلوماتو له ‎مخې دغه فارمونه د کرنې وزارت د کاردیف پروژې په مالي ملاتړ د څه باندې څلورنیم لکه ډالرو په ارزښت جوړېږي.

ښاغلی سیدي وایي، د کندهار اوسېدونکي کولای شي چې په مناسبه بیه د خپل هېواد چرګان واخلي.

XS
SM
MD
LG