د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۶

قطر د ضرب الاجل د ردولو له امله، له هېڅ اقدامه وېره نه‎لري


قطري چارواکو پرون شنبه وویل چې د یو شمېر عربي هېوادونو د ضرب الاجل د ردولو له امله، له هېڅ پوځي اقدامه وېره نه‎لري.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر تېره میاشت له قطر سره خپل سیاسي روابط پرې کړل او پر قطر یې تور پورې کړ چې د ایران او تروریستي ډلو ملاتړ کوي.

دې هېوادونو قطر ته د خپلو غوښتنویو لېست وړاندې کړ او د جولای درېیمه، دوشنبه یې د خپلو دې غوښتنو د عملي کولو ضرب الاجل ورته وټاکل.

رپوټونه وايي چې دې هېوادونو له قطره غوښتنه کړې چې الجزیره ټلویزیون او ورسره تړلې ادارې وتړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د لوي کمېشنر ویاند روپرت کولویل په جنیوا کې د خبرو پر مهال وویل:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د لوي کمېشنر ویاند روپرت کولویل
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د لوي کمېشنر ویاند روپرت کولویل

"دا د اندېښنې وړ لانجه یوه بل حد ته لوړه شوې ځکه د غوښتنو په هغه لېست کې چې د سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر له لوري قطر ته ورکړل شوی د اساسي حقوق او ازادي تر پښو لاندې کوي. د دې غوښتنو د عملي کولو لپاره لس ورځې وخت ورکړل شوی چې زموږ په باور ډېر لنډ دی. له دې سره یوځای، موږ د سیمې پر عادي خلکو د دې لانجې د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. عالي کمېشنر له دې امله سخت تشویش لري چې له قطره د الجزیرې شبکې د تړلو غوښتنه شوې ده."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر وویل، د الجزيرې شبکې د تړلو غوښتنه د بیان او نظر پر ازادۍ حمله ګڼي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم پرون وویل چې د یو شمېر عربي هېوادونو ضرب الاجل د خپل هېواد د خاورې پر بشپړتیا تیری ګڼي.

خو څرګنده یې کړه چې له خپلو ګاونډیانو سره خبرو او مذاکرو ته تیار دي.

قطر ردوي چې تروریستي ډلې تمویلوي او په سیمه کې د بې ثباتۍ د زیاتولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG