د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د ۱۵ کلنو افغان فوټبال لوبډله نن تاجکستان ته ولاړه


د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډله د آسیا په مرکزي زون سیالیو کې د ګډون په هدف نن شنبه د تاجکستان په لور روانه شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډله سبا له ازبکستان سره او د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د تاجکستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې سره لوبېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغیزستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه په دغو سیالیو کې درې لوبڅاران هم ګډون کړی دی.

د آسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان مېلادي کال د جولای میاشتې په دوهمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۲ مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG