د افغانستان د سولې او ثبات د تامین لپاره د امریکا او هند جوړجاړی په دوو نظرونو کتل کېږي.
د سیاسي چارو ځینې کارپوهان له هغې ډلې اجمل سهیل وايي کېدای شي دا جوړ جاړی یا د افغانستان لپاره اغېزمن تمام شي یا په سیمه کې نور مخالفتونه رامنځته کړي.
صفي الله ستانکزي له اروپا مېشتي افغان کارپوه اجمل سهیل سره مرکه کړې ده او دا یې ترې پوښتلي چې د امریکا او هند جوړجاړی څومره د افغانستان په ګټه دی؟
ښاغلی سهیل داسې ځواب ورکوي: