نړۍ
د بریتانیا صدراعظمه د شمالي ایرلند له ګوند سره موافقې ته ورسېده
د بریتانیا صدراعظمه تریزا مې پرون دوشنبه د شمالي ایرلند د ملي یووالي ګوند یا «ډي یو پي» سره موافقې ته ورسېده چې پر اساس به یې دا ګوند د دې د اقلیت حکومت ملاتړ کوي.
له دې موافقې سره سم به، د مېرمن مې د محافظه کار ګوند حکومت د شمالي ایرلند د اقتصاد د غوړېدو، پر تاسیساتو د پانګونې او د روغتیايي خدماتو او ښوونې او روزنې لپاره پیسې برابرې کړي.
مېرمن مې د خپل حکومت د پاتې کېدو لپاره د شمالي ایرلنډ د ملي یووالي ګوند ملاتړ ته اړتیا لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوکرایني چارواکي: روسیې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخه حمله وکړې
اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخه حمله وکړه او د دې هېواد د شمال ختیځ او نورو سیمو مهم تاسیسات یې په نښه کړل.
په عین حال کې روسي چارواکو ویلي چې تېره شپه د اوکراین لهخوا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې مسکو ته نژدې یوه مېرمن وژل شوې او د مسکو په درېیو هوايي ډګرونو کې الوتنې وځنډېدې.
د مسکو د یوې اړوندې سیمې مسوول اندرې اوروبویوف وویل، د اوکراین بې پیلوټه الوتکه پر یوه څوپوړیزه ودانۍ ولګېده.
نوموړي زیاته کړه چې له پېښې وروسته د سیمې ګڼ اوسېدونکي امن ځایونو ته ولېږدول شول.
غزه کې د بېځایه شویو پر کمپ د اسراییلو برید؛ لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي
د اسراییلو په هوايي برید کې د فلسطیني خیمو پر یوه کمپ چې د غزې د جګړې بېځایه شوي خلک په کې اوسېدل، لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
د فلسطیني چاروتکو په خبره، دا پېښه نن سهار وختي د سپټمبر په لسمه وشوه.
اسراییل وايي، د حماس ډلې یو مهم مرکز یې په نښه کړی دی.
حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې لهخوا يو تروريستي سازمان بلل کېږي، دغه ادعا ردوي.
د حماس تر کنټرول لاندې ملکي دفاع ډله وايي، د مواسي په سیمه کې چې د بشردوستانه زون په نوم یادېږي، د ۴۰ تنو جسدونه موندلي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.
اسراییل وايي، د حماس د یوې ډلې د قوماندې او کنټرول په مرکز یې برید کړی دی.
اسراییل ادعا کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې وسلې، دقیق هوايي څارنې او نورې وسیلې کارولي دي.
د جرمني پولیس: پر یوه ایراني نارینه ډلهییز جنسي تېری احتمالاً په سیاسي انګېزه شوی
د جرمني پولیس وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې پر یوه ایراني نارینه د څو تنو نورو ایرانیانو ډلهییز جنسي تېری احتمالاً په سیاسي انګېزه شوی دی.
د جرمني د هاګن پولیسو پرون دوشنبې وویل چې په دې تړاو یې څلور تنه مشکوک کسان نیولي او دوه تنه لا هم تر تعقیب لاندې دي.
له بلې خوا شپېګل خپرونې راپور ورکړ چې نیول شوي کسان د ایران د اسلامي جمهوریت پلویان دي.
پولیسو په دې اړه په زغرده څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې څلور تنه نیول شوي او له دې کبله چې ممکن دا جرم په سیاسي انګېزه شوی وي، دوسیه د جرمني استخباراتي ادارې ته سپارل شوې ده.
ويتنام کې د ياګي توپان له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شوي
په ویتنام کې د یاګي توپان لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه کړي او ۲۴ نور لادرکه دي.
یاګي توپان په شمالي ویتنام کې ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي.
راپورونه وايي، ګڼې مرګژوبلې او تاوانونه د توپانو له کبله د ځمکې د ښووېدو او د سېلونو د بهېدو په خاطر اوښتي.
دا توپان له شنبې ورځې پیل شوی او لا هم چلیږي، چې له امله یې د لا زیاتو بارانونو او سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی.
د میلیونو کورونو برېښنا پرې شوې او په لویو لارو د اوبو د ډنډېدو په سبب ټرافیک له خنډ سره مخ شوی.
سوريه کې د اسراييل د بريد په پايله کې ۱۴ کسان وژل شوي
په سوریه کې د اسراییلو د پرون ناوخته برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي.
دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا نن سهار وختي کړې.
د یوه روغتون مشر فیصل حیدر ویلي، د ۱۴ کسانو مړي ور وړل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي.
په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي، په وژل شویو کې لږ تر لږه څلور ملکیان شامل دي.
د راپورونو لهمخې اسراییلو پرون ناوخته د سوریې په مرکزي برخو بریدونه کړي، چې په پاسنۍ مرګژوبلې سربېره په حما ولایت کې یوه لویه لار هم تخریب شوې ده.
اسراییل په وروستیو کلونو کې د سوریې دننه بریدونه کوي او اکثر د سوریې پوځیان یا د ایران ملاتړي ګروپونه په نښه کوي، خو ډېر کم د خپلو دغو بریدونو یا عملیاتو په اړه خبرې کوي.
د وينزويلا د حکومت يو سياسي مخالف چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا ادعا کوي اسپانيې ته تښتېدلی
د وینزویلا د حکومت سیاسي مخالف ګونزالیز اوروتیا (Gonzalez Urrutia) چې ځان د جولای د اته ویشتمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی بولي، اسپانیې ته تښتیدلی دی.
فرانس پریس اژانس لیکلي، چې نوموړی پرون یکشنبه مادرید ته رسېدلی او ژمنه یې کړې چې له همغه ځایه به د وینزویلا (د ازادۍ او ډیموکراسۍ) لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
په وینزویلا کې چې د جنوبي امریکا یو هېواد دی، تر وروستیو ولسمشریزو ټاکنو وروسته وضعیت کړکېچن شوی او دغه سیاسي مشر یې په پټه مبارزې پلانولې.
په هغو ټاکنو کې نیکولاس مادورو چې برحاله ولسمشر و، بریالی شوی دی، خو مخالفان یې د هغه بریا نه مني.
د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا مچادو ویلي، اوروتیا ځکه له وینزویلا جلا وطنه شو چې هلته یې ژوند په خطر کې و.
د جرمني صدراعظم په اوکراین کې د سولې د هڅو غوښتنه کړې
اولاف شولڅ له زي دي اف رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون خپره شوې ویلي، اوس یې وخت دی چې د اوسنيو جنګي حالاتو پر ځای سولې ته د رسېدو په اړه بحث وشي.
هغه ویلي دي، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلينسکي په وروستۍ لیدنه کې پهدې سلا وو چې د روسیې په ګډون د سولې یو کنفرانس باید جوړ شي.
اولاف شولڅ په کور دننه تر انتخاباتو د مخه له فشارونو سره مخ دی، ځکه د هغه ملاتړو ګوندونو د هغو ګوندونو په وړاندې سختې ماتې خوړلي چې له مسکو سره د ښو اړیکو په لټه کې دي.
د جرمني صدراعظم داسې وخت د اوکراین د سولې لپاره په نویو هڅو ټینګار کړی، چې په اوکراین د روسیې بې درېغه بریدونه لا هم دوام لري.
د پيټيای پلويانو د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه
پاکستان د تحریک انصاف (پيټيای) ګوند پلویانو له اسلاماباد سره نژدې په غونډه کې د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دا اعتراضي ناسته پهداسې وخت کې کېږي، چې مرکزي حکومت بې له اجازې په پلازمېنه کې د لویو غونډو جوړوونکو ته د سزا ورکولو مقرره تصویب کړې ده.
حکومت اسلاماباد ته تلونکې لویې لارې په کانټینرونو تړلې دي، خو پيټيای ته له پلازمېنې بهر د دې ناستې اجازه ورکړل شوې وه.
د تحریک انصاف یو سیاستوال حماد اظهر جلسې ته په وینا کې وویل، چې خلک په هېواد کې د "قانون واکمنۍ او د ایین سرلوړۍ" لپاره ورغونډ شوي دي.
عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی.
خو د هغه ګوند وايي، چې د عمران خان پر ضد جوړې شوې قضیې سیاسي دي.
لاریونوالو د حماس له منګلو د برمتهوو شویو د خوشې کېدو لپاره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې
اسراييلي رسنيو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پر ضد د لويو لاريونونو خبر ورکړی او ویلي چې لاريون کوونکو د غزې په تړانګه کې د پاتې يرغمل شويو کسانو د خوشې کېدو لپاره د سمدستي جوړجاړي غوښتنه کړې ده.
دا لاریونونه تېر ماښام وشول چې د اسراييل پر جنوبي سيمه د حماس د افراطي ډلې د بريد د ۱۱مې میاشتې له پوره کېدو سره برابره وه.
حماس، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله ګڼي، د تېر کال د اکټوبر په اتمه نېټه پر اسراییل برید وکړ.
د لاریون تنظیموونکو په تلابیب کې د لاریونوالو شمېر شاوخوا ۵۰۰زره اټکل کړی، خو د ښار پولیسو د لاریون د برخوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
د تلابیب، بیت المقدس او کرمیګات په ګډون په ځینو ښارونو کې په مظاهرو کې د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو ویناوې وکړې.
په همدې حال کې د تلابیب پولیسو د یو شمېر لاریونوالو له لوري د یوې لویې لارې د بندولو هڅې ته په اشارې ویلي چې پنځه تنه یې په دې تړاو نیولي دي.
لاریونوالو د حماس له منګولو د برمته اسراییلیانو د خوشې کېدو په موخه د موافقې غوښتنه وکړه
په لسګونو زره کسانو پرون په تلابیب او د اسراییل په نورو ښارونو کې د لاریون پر مهال د داسې موافقې غوښتنه وکړه چې د حماس له بنده د پاتې سلو یرغمل شویو د خلاصون سبب شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
حماس او د فلسطینیانو نورو افراطي ډلو د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسرائیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل چې دا موضوع په غزه کې د جګړې د پیل سبب شوه.
اسراییل وايي، له حماس ډلې سره لا هم ۱۰۱ کسان یرغمل دي، خو دا معلومه نه ده چې د دوی له ډلې څو کسان لا ژوندي دي.
په همدې حال کې له څو میاشتو د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او قطر په منځګړیتوب غیرمستقیمې مذاکرې روانې دي.