د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

ږوب کې د ماشومانو د پلاسټيکي وسلو د پلورلو پر ضد احتجاج


د تېرو کلونو غوندې سږ هم په ټولنيزو رسنيو کې د اختر په را رسېدو سره د پاکستان په پښتني سيمو کې د ماشومانو پر پلاسټيکي وسلو د بنديز لپاره کمپاين وشو، خو دغه پلاسټيکي وسلې لا هم په دوکانونو کې په ازاد ډول پلورل کېږي.

دې ته په پام په ږوب کې ويښ ليکوال ادبي ټولنې تېره شپه د دغو پلاسټيکي وسلو په ضد احتجاج وکړ او په شعارونو کې يې وغوښتل چې ماشومان يې قلم غواړي.

د ويښ ليکوال ادبي ټولنې يوه غړي اميرمحمد مرستيال په خپله وينا کې وويل، همدا پلاسټيکي وسلې دي چې د ترهګرۍ لپاره مو د ماشومانو ذهن سازي کوي.

نوموړی وايي، هېڅ پلار بايد خپلو اولادونو ته دغه پلاسټيکي وسلې وانه خلي:

"که يو ماشوم په کيلونه [لوبته] کې هليکوپټر واخلي ذهن به يې د پايلوټ جوړېږي، که موټر واخلي ذهن به يې له محنته سره جوړېږي، که يو ماشوم توپک، توپنچه او ماشين واخلي ذهن به يې د ترهګرۍ جوړېږي، هيله کوو بچيانو ته پلاسټيکي توپک، توپنچې او وسلې مه اخلئ."

مظاهره چيانو له حکومته وغوښتل چې د دغو پلاسټيکي وسلو پلورلو ته اجازه ور نه کړي.

د عوامي نېشنل ګوند يو غړي محمددان لووڼ دغه پلاسټيکي وسلې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې جوړېږي، خو هلته يې پر پلورلو بنديز دى او د پښتنو ماشومانو د تباهۍ لپاره د کاروبار په نامه را لېږل کېږي.

دی وايي:

"په لاهور، ګجرانوالا او فيصل اباد کې د دغو لوبتو فيکټرۍ دي، هغوى خپلو بچو ته قلم ورکوي، زموږ او ستاسې بچيو ته توپنچې او توپک جوړوي، موږ دا خبره ورته کوو چې توپک بند کړه قلم راکړه."

ليکوال او شاعر شهيم کاکړ وويل، دغه پلاسټيکي وسلې هم ماشومان له جنګي کلتور سره تړي او هم يې د ماشومتوب د لوبو او خوشالۍ شېبې ترې اخلي.

شهيم وويل، په وار- وار يې ليدلي چې ماشومانو د پلاسټيکي وسلو په جعلي مرميو يو د بل سترګې ايستلې دي او کورنۍ په بدۍ اخته شوې دي:

"دلته چې زموږ ماشومانو ته د نورو له خوا په شعوري توګه د پلاسټيکي وسلو او لوبتو په بڼه د توپک کلچر را ننيستل کېږي، که موږ دا خپلو ماشومانو ته واخلو، د هغوى جنګي ذهنيت جوړېږي، يو پل بر يې د لوبو په توګه توپنچې نيولې وي، سبا له قتل او وحشت سره هم بلدېږي."

د يادونې وړ ده چې د ږوب سيمې مرستيال کمئشنر عظيم کاکړ څو ورځې مخکې لا د دغو پلاسټيکي وسلو پر خرڅلاو بنديز اعلان کړى دى.

د پلاسټيکي وسلو په ضد له څو کلونو راهيسې مبارزه کېږي، خو دا چې حکومتونه يې د خرڅلاو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه نه پورته کوي، په پښتني سيمو کې تجاران اوس هم په لوى زړه دغه پلاسټيکي وسلې له پنجابه راوړي او پلوري يې.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG