د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل پرون له لندن څخه په پوسټ شوي ویډیويي پیغام کې وویل، د کرکټ نړیوالې شورا "ICC" پرون په خپله کلنۍ غونډه کې افغانستان ته هم د دې شورا د دایمي غړیتوب او هم د ټسټ لوبو موقفونه ورکړل.
ښاغلي مشعل زیاته کړه:
"په ډېر افتخار درته وایم چې دواړه لاس ته راوړنې مو مبارک شه؛افغانستان پوره غړیتوب ترلاسه کړ او د ټسټ سټیټس (حیثیت) یې ترلاسه کړ."
د "ICC" په کلنۍ غونډه کې افغانستان او ایرلنډ دواړو ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ورکړل شو چې له دې سره د دې شورا د دایمي غړو شمیر له لسو دولسو ته لوړ شو.
افغانستان او ایرلنډ اوس پر پنځوس اووریزو او شل اووریزو سیالیو سربیره پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې هم کولای شي.
هند، پاکستان، بنګلديش، سريلانکا، انګلستان، ويسټ انډيز، اسټرالیا، جنوبي افريقا، زېمبابوې او نيوزيلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا پخواني لس غړي دي.
پخواني معلومات:
د نېږدې دوو لیسزو هڅو او کوښښونو بالاخره رنګ راوړ او د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړ.
د کرکټ نړیوالې شورا شاوخوا ۱۶کاله وروسته د خپلو بشپړو غړو هېوادونو په شمېر کې زیاتوالی راوست او افغانستان او ایرلینډ ته يې بشپړ غړیتوب ورکړ.
تر دې وړاندې یې د ۲۰۰۰میلادي کال په جون میاشت کې بنګله دېش ته بشپړ غړیتوب ورکړی وو.
د افغانستان د کرکټ بورډ د غواروي کمیټې مشر نوروز منګل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان له ډېرو هڅو او خواریو وروسته خپل هغه ارمان ته چې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول ورسېد.
نوموړی وايي:
"کوم هدف چې موږ ټاکلی و هغه ته ورسېدو او او نن داسې ورځ راغله چې ای سي سي موږ ته بشپړ غړیتوب او د ټیسټ درجه راکړي، نو دا يوه ستره خبره ده او دا د هر کرکت کوونکي هېواد هیله او غوښتنه وي چې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي."
ښاغلی نوروز منګل وايي، داسې ډېر هېوادونه شته چې له اوږدې مودې راهیسې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي خو لا نه دي رسېدلي خو افغانستان دغه درجې ته ځان ورساوه.
افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا له دې پرېکړې وروسته به ټيسټ يا پنځه ورځینۍ سیالۍ کوي، د نورو لوبډلو سره به ورته د ډېرو لوبو موقع برابرېږي، همدارنګه په هېواد کې د کرکټ د ودې او غوړېده لپاره به شاو خوا پنځوس میلونه ډالره هم هر کال له ای سي سي څخه ترلاسه کوي.
د کرکټ د نړیوالې شورا يا ای سي له دې پرېکړې سره د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شمېر دولسو ته ورسېد چې د افغانستان او ایرلینډ سربېره پاکستان، هند، انګلينډ، اسټريليا، جنوبي افريقه، زمبابوې، ويسټ انډيز، بنګله ديش، نيوزيلينډ او سريلنکا هېوادونه په کې شامل دي چې د ای سي سي بشپړ غړیتوب لري.
د کرکټ د ملي لوبډلې دوو پخوانیو لوبغاړو رئیس احمدزي او دولت احمدزي چې اوسمهال دواړه روزنکي دي ازادي راډیو ته وویل چې دا د افغانستان د کرکټ لپاره يوه تاریخي او هېرېدونکې ورځ ده:
"هغه څه چې يو وخت زموږ خوب هغه مو ترلاسه کړ او دا يو دروند مسولیت ده او موږ به کوشش کوو چې دا په ښه توګه مخ يوسو او نور پرمختګ وکړو.
-دا د يو خوب پوره کېدل کې ځکه موږ ډېرې ستونزې ګاللي ځکه هغه وخت کې نه میدان او نه هم نورې اسانتیاوې خو موږ کرکټ کاوه او نن د افغانستان د کرکټ لپاره يوه تاریخي ورځ ده."
افغانستان اوسمهال د يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې پر لسم ځای دی، خو په شل اوریزو سیالیو کې به هم ځای لري او افغان لوبغاړي هم د کرکټ نړیوالې شورا په ښو ځایونو کې دي.
د افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره اسناد په روانه میاشت کې واستول چې نن په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا په ناسته کې افغانستان ته بشپړ غړیتوب ورکړل شو.
په ټولنیزه میډيا کې هم ډېری افغانانو او د کرکټ مینه والو د کرکټ د نړیوالې شورا له دغه پرېکړی هرکلی کړی او دا يې د افغان ولس لپار يو ستر ویاړ او لاسته راوړنه ګنلې او له اختره مخکې يې اختر ګڼلی.
راپور: واصل وصال