د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د الیزابت خولۍ، تصادف یا یو پټ پیغام؟


  • تصادف یا یو پټ پیغام؟

دا هغه پوښتنه وه چې د بریتانیا ملکې الیزابت د خپلې خولۍ د رنګ په جوړښت سره د ټولنیزو رسنیو پام ځان ته واړاوه.

د بریتانیا ملکي الیزابت د چهارشنبې په ورځ چې د هغه هېواد د پارلمان غونډه‌یې پرانیستله د وینا پر مهال داسې خولۍ پر سر کړې وه چې رنګ‌یې د اروپایي ټولنې بیرغ ته ډېر ورته وو.

په هغه بحث کې چې د بریتانیا د صدراعظمې ترېزا مې حکومت له اروپایي ټولنې څخه د وتلو په اړه بحث کاوه، ملکې الیزابت د رسمي وینا پر مهال یوه ابي رنګه شاپو پر سر وه چې په ابي قوسي ګلانو تزئین شوې او د هر ګل په منځ کې یو ژیړ ستوری ښکارېده.

د ملکې الیزابت خولۍ.
د ملکې الیزابت خولۍ.

دا ډیزاین تر ډېره د اروپا بیرغ ته ورته دی چې شین رنګ لري او ژیړ رنګه ستوري په دایروي شکل ورباندې ډیزاین شوي دي.

همدې مسئلې د ټولنیزو رسنیو پام ځان ته واړاوه او لیکنې ورباندې وشوې.

ډېلي مېل ورځپاڼي پر ټویټر لیکلي:

"ملکې د برېګزېټ د پلان په اړه داسې مهال خبرې کړي چې د اروپایي ټولنې بیرغ ته ورته خولۍ یې پر سر وه."

ځینو پر ټویټر داسې انځور جوړ کړی وو چې یوه برخه‌یې د ملکې الیزابت خولۍ او نیمه بله برخه‌یې د اروپایي ټولنې له بیرغ څخه جوړ شوی وو.

ځینې داسې فکر کوي چې ښایي دا د ملکې له لوري یو قصدي کار وي او په دې توګه یو پیغام رسوي.

د بریتانیا ملکه د هغه هېواد د مشرې په توګه په سیاسي مسایلو کې د عام دریځ نیولو څخه ډډه کوي.

د بریتانیا چاپ «The Sun» د سن انځوریزې ورځپاڼي تېر کال ادعا کړې وه چې ملکه الیزابت د برېګزېټ ملاتړ کوي.

دا خبره په رسمي ډول رد شوه او په اړه‌یې د رسنیو د څار ادارې ته شکایت وشو.

XS
SM
MD
LG