د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

"م.م" به د افغانستان د امنیتي وضعیت د وروستي رپوټ په اړه بحث وکړي


د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په دې راپور کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د شویو پرمختګونو یادونه شوې.

په عین حال کې د هغو ستونزو یادونه هم شوې چې افغان حکومت ورسره د امنیت، اصلاحاتو او نورو برخو کې مخ دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په دې راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او وايي چې یوناما د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د مارچ تر پای پورې په دې هېواد کې ۵۳۸۷ امنیتي پېښې ثبت کړي چې د ښاغلي ګوترس په وینا د ۲۰۰۱ م کال راهېسې په دومره موده کې تر ټولو ډیرې پېښې دي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوترس افغانستان ته د خپل سفر او له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنو په اړه وايي چې دوی دواړو په افغانستان کې د بېلابېلو نړیوالو ترهګرو شبکو سره د تړلو ډولو د فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه درلوده او د ترهګرۍ پرضد یې د پراخو نړیوالو هڅو په ترسره کیدو ټینګار کاوه.

د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوترس
د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوترس

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې وروستیو کې په استانه کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف ترمنځ لیدنه د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو لپاره هیله بخښونکې بللي او د دواړو لورو ترمنځ ښې اړیکې یې په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د مؤثرې مبارزې لپاره مهمې بللې دي.

ګوترس په خپل راپور کې د افغان حکومت د اصلاحاتو په اجنډا کې پرمختګ په ځانګړي توګه د ادارې فساد پرضد مبارزه کې او د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د حساب ورکولو په زیاتېدو کې شوی پرمختګ هڅونکی بللی.

ګوترس وايي، په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره چمتوالی هم ښه روان دي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی چې دا انتخابات په اوسني سیاسي جوړښت کې د نورو ویش او د اوسنۍ ترینګلتیا د زیاتېدو احتمال هم له ځان سره لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدا راز ټینګار کړی د ښو انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې د پاتې ستونزو چټک هواری مهم دی.

ګوترس په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت تر ټولو درنه بیه ملکیان په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان پرې کوې او د جګړې پر ښکیلو غاړو یې ټینګار کړی چې د ولسي خلکو وژنه دې زر تر زره پای ته ورسوي.

نوموړي په ځانګړي توګه د کابل د زنبق څلور لارې وروستۍ مرګونې حمله یاده کړې چې د ښاغلي ګوترس په وینا د افغانستان په کړکېچ کې د ولسي خلکو زیانمنېدو ښه څرګندونه کوي.

ګوترس په خپل راپور کې په افغانستان په ګڼ شمېر د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو سربیره د هغو راستنو شویو کډوالو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې چې له پاکستان او ایران څخه په ګڼ شمېر کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي د دې کډوالو لپاره د بیړنیو او لومړنیو مرستو سربیره د دوی د ځای پرځای کېدو په برخه د اوږدمهاله هواري په موندلو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې په افغانستان د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې د موافقې عملي کول د سولې لپاره د افغان حکومت د ارادې څرګندوی بللې خو زیاته کړې یې ده چې له بده مرغه د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو لپاره کوم د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG