د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د کندز پولیسو د ځان‌وژونکي برید په تور یو ماشوم نیولی


د کندز ولایت امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ځان‌وژونکي برید په تور د یوه ۱۱ کلن ماشوم د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې دغه ماشوم عصمت‎الله نومېږې او د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی چې څه موده وړاندې د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته د ديني زده‌کړو په خاطر راغلی و.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"د عصمت‎الله په نوم دغه ماشوم د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګله په سیمه کې په ديني مدرسه کې زده‎کړې کولې، خو په مدرسه کې د ښوونکي له‎خوا ورته د ترورېستیي برېدونو او د ځان‌وژونکو حملو په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده او دغه ماشوم‌یې ځان‌وژونکي برید ته چمتو کړی و، خو دغه کوچني له مدرسې څخه تېښته کړې او د کندز ښار د کابل بندر په سیمه کې د پولیسو منګولو ته ورغلی دی."

ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې نوموړي ماشوم ته د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي نصرالدین مشهور په ذکي ‎له‎خوا مدرسه کې د ځان‌وژونکي برید روزنه ورکړل شوې ده.

جنرال حمیدي وویل:

"په دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې د طالبانو یو دوه روزنیز مرکزونه موجود وو، خو هغه د هوايي بریدونو په پایله کې له‎منځه ولاړل، خو دوی د اسلام او شرعیت له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او په مدرسو کې ماشومانو ته د ترورېستي حملو په برخه کې روزنه ورکوي، خو که بیا دغه مدرسې ویشتل کېږي، نو بیا خلک شور ماشور کوي چې تاسې دیني مدرسې په توپونو ولئ."

په ورته وخت کې دغه ماشوم خپل نوم عصمت‎الله او د پلار نوم‌یې ناصر ښیي او ځان د ميدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د حزب‎الدین کلي اصلي اوسېدونکی معرفي کوي او وايي چې دی د خپلو دوو وروڼو سره د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته د دیني زده‌ګړو په خاطر راغلي وو، خو په مدرسه کې ده ته د ښوونکي له‎خوا د ترورېستي برېدونو او ځان‌وژونکو حملو په برخه کې روزنه ورکول کېده.

دی وایي:

"زه خپلو وروڼو سره امام صاحب ولسوالۍ ته د دیني زده‌کړو په خاطر راغلی وم، نو بیا مولوي ذکي راته روزنه راکوله او زما په ژبه‌یې پېچکاري راولګوله او بیا یې زما په کچه د انتحاري حملې واسګټ راته جوړ کړی و او مولوي ذکي راته وویل چې زه سبا تا انتحاري حملې ته بیایم او د پولیسو پر حوزې باندې انتحاري حمله وکړه او مړ به شې، لاړ به شې جنت ته، هلته ګلان او باغچې دي."

عصمت‎الله زیاتوي، ده ته په مدرسه کې ښوونکي ویلي وو چې دولتي ځواکونه ټول کافران دي، تاسې پر هغوی باندې ځان‌وژونکي برېدونه وکړئ او ځانونه شهیدان کړئ.

عصمت‎الله وایي:

"موږ ته‌یې تربیه راکوله چې دولتي ځواکونه کافران دي، هغوی لمونځونه نه‎کوي، ظالمان خلک دي او تاسې ورشئ، پرې برېدونه وکړئ او جنت وګټئ او طالبانو ښایسته ښایسته هلکان د شپې له‎خوا ځانونو سره بيول او هر کار به‌یې ورسره کاوه، وسلې به‌یې پر موږ پاکولې او هر کار به‌یې پر موږ کاوه."

له دې وړاندې د کندز امنیتي چارواکو ویلي وو چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې وسله‎والو مخالفینو خپل روزنيز مرکزونه جوړ کړي او هلته په‎کې ځوانانو ته د ځان‌وژونکو او ترهګریزو حملو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل نه‎دی چې په کندز کې ماشومان د ترورېستي او ځان‌وژونکو حملو په تړاو نيول کېږي، له‎دې وړاندې هم د کندز امنیتي ارګانونو یو شمېر د کم عمر لرونکي زلمي د بېلابېلو ترهګریزو برېدونو په تړاو نيولي وو.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

راپور: اجمل ارین.

XS
SM
MD
LG