په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د انجنیرۍ د برخې مشر جان جو جیتکا وايي، امریکا او ناټو له دوه زره درېیم کال راهیسې تر دمه په افغانستان کې ګڼې پروژې کړي چې د افغانانو په ژوند مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي.
د ښاغلي جان په خبره پر دغو پروژو لس میلیارده ډالره مصرف شوي چې په دواړو پوځي او ملکي برخو کې پلي شوي دي.
د ازادي راډيو خبریال محمدحدیث پردېس له ښاغلي جان سره مرکه کړې او په سر کې یې کړي چې له دوه زره درېیم کال راهیسې امریکا او ناټو په افغانستان کې څومره پروژې پلي کړي دي؟
هغه وویل: