د تکواندو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف جنوبي کوریا ته لاړه.
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې له افغانستانه د تکواندو اووه کسیزه لوبډله چې پهکې درې نارینه لوبغاړي، یوه ښځینه لوبغاړې، یو روزنکی او د تکواندو د فدراسیون مشر شامل دي، ګډون کوي.
دغه سیالۍ د روان ۲۰۱۷ مېلادي کال د جون په ۲۴ مه پیلېږي او ۶ ورځې دوام کوي.