د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

کومو لاملونو په کابل کې د بهرنیانو تښتول زیات کړي؟


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوه تښتول شوي افریقايي تبعه د خوشې کولو لپاره هڅې پیل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا څېړنې هم پیل شوي چې دغه بهرنی تبعه څنګه تښتول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش وویل:

"د افریقايي هېوادونو یو تبعه چې کرنې وزارت ته‎ یې کار کاوه، پرون شاوخوا اته بجې په څلورمه کارته کې تښتول شوی، د کابل امنیتي ټیم هڅې پیل کړي چې معلومه کړي، دی څنګه تښتول شوی، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او غواړو چې نوموړی ژر تر ژره خوشې او خپلې دندې ته ور ورګرځي."

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت سره له‎دې چې د خپل دغه کارکوونکي د نوم له ښودلو ډډه کوي، خو وايي چې تښتول شوي کس د باغدارۍ او مالدارۍ په ملي پروګرام کې د قراردادي په توګه له دوی سره کار کاوه.

د کرنې وزارت ویاند لطف‎الله راشد ازادي راډیو ته وویل، دغه بهرنی تبعه هغه مهال وتښتول شو چې په څلورمه کارته کې د خپل هستوګنځي څخه د کرنې وزارت په لور روان و.

ښاغلي راشد وویل:

"د کرنې وزارت قراردادي کارکوونکی چې کور یې په څلورمه کارته کې دی، غوښتل یې دندې ته لاړ شي، پر لاره د ناپېژاندووسله‎والو له‎خوا تښتول شوی، ده د مالدارۍ او باغدارۍ په برخه کې د کرنې له وزارت سره کار کاوه."

ځینو منابعو ازادي راډیو ته ویلي چې تښتول شوی په افریقايي هېوادونو کې د کینیا تبعه و.

د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې پخوا تر دې هم ورته پېښې شوې دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې ځينو ناپېژاندو وسله‎والو د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د میرسي په نوم پر یوه بهرني دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې یې یوه جرمنۍ ښځه ووژل شوه او یوه فنلنډۍ و تښتول شوه.

تر اوسه د دغې فنلنډۍ ښځې برخلیک څرګند نه‎دی.

سربېره پر دې، تېر کال په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو استادانو برخلیک هم تر اوسه نه‎دی روښانه.

د کابل ښار
د کابل ښار

اوس پوښتنه دا ده چې کومو لاملونو په کابل کې د بهرنیانو تښتول زیات کړي دي؟

په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي، کوم دفترونه چې بهرني کارکوونکي لري، باید د خپلو دغو کارکوونکو پېژندګلوي، په امنیتي ارګانونو کې ثبت کړي.

د کورنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند
د کورنیو چارو د وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند

ښاغلی یارمند زیاتوي:

"د هغه د هستوګنې، دفتر او د تګ راتګ لوری باید ځانګړی شي او بله دا چې په دې برخه کې باید یو میکانېزم جوړ شي چې پولیس مسؤلیت احساس کړي او د داسې کسانو د دندو اړوند او یا د کورنیو چارو وزارت‎یې امنیت ونیسي."

د یارمند په خبره، کله کله بهرني اتباع د امنیت په برخه کې بې‎پروايي کوي او ځانونه په امنیتي ادارو کې نه‎ ثبتوي.

نوموړی د کابل پولیس د تښتول شویو په خلاصولو مکلف ګڼي.

راپور: خان محمد سیند.

XS
SM
MD
LG