د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

لندن کې یو موټر پر خلکو ورغلی چې ګڼ شمېر یې ټپیان کړي


د لندن په شمال کې د يوه جومات مخې ته یو موټر پر خلکو ورغلی چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د پوليسو په وينا دا یوه تروريستي حمله وه او په اړه يې پلټنې روانې دي.

پولیسو ويلي، وروسته له هغه چې عیني شاهدانو وويل، دا پر مسلمانانو قصدي حمله وه، يو ۴۸ کلن کس يې نيولی دی چې د دوشنبې په ورځ يې خلک په موټر ووهل. دغه کس اوس روغتون ته وړل شوی دی چې د رواني حالت ارزونه یې وشي.

د دې حملې تلفات څومره دي؟

د پولیسو په وينا یوه کس د پېښې په ځای کې ساه ورکړه، اته نور روغتون ته وړل شول او دوه نورو ته د پېښې په ځای کې روغتیايي خدمات ورسول شول.

په دغه ځای کې مسلمانان څه وايي؟

د بریتانيې د مسلمانانو شورا ويلي چې دا په بریټانيه کې په وروستيو میاشتو کې د مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو بده حمله وه. دوی د جوماتونو مخې ته د زيات امنيت غوښتنه وکړه.

دغې شورا پر خپل ټويټرپاڼه ليکلي چې دا پېښه د فینس بوري پارک جومات ته نېږدې شوې ده او یو وين موټر قصداً پر هغو لمونځ کوونکو ورغی چې له جوماته راوتل.

ياد جومات هغه مهال ناندريز شو چې یوه سخت دريځي ملا ابو حمزه المصري به هلته خطبې ورکولې.

دغه کس وروسته د ۲۰۱۵میلادي کال په جنورۍ مياشت کې په امریکا کې په عمر قيد بندي شو ځکه المصري د ترورېزم سره د تړاو په تور محکوم شو.

دا جومات په ۲۰۰۵میلادي کال کې بند شو او وروسته يې له تروريستي نظرياتو سره تړاو نه‎دی درلودلی.

د برېتانيې صدراعظمې ټرېزا مې وويل چې دا يوه تروريستي پېښه وه او په اړه یې پلټنې روانې دي.

ټرېزا مې وويل چې دا يوه تروريستي پېښه وه.
ټرېزا مې وويل چې دا يوه تروريستي پېښه وه.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په بریتانيه کې یو شمېر ورته حملې شوي دي چې په‎کې په لندن بريج کې د يوه وين موټر او بله د چړې په وسيله حملې شاملې دي.

همدا راز د مې په ۲۲مه يوه ځانمرګي بریدګر په مانچسټر کې په يوه کنسرت کې ۲۲ کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG