د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د رزمي لوبو افغان لوبغاړو د سپینو زرو او برنزو مډالونه وکټل


د افغانستان د اوسپورټ رزمي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړوا کې د سپینو زرو درې او د برنزو دوه مډالونه وګټل.

د افغانستان د بدنې روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د جون له ۱۳ مې تر ۱۸ مې د لاتویا په ریګا ښار کې وي چې د افغانستان د اوسپورت لوبډلې ۵ لوبغاړو او ۳ پلاویو په کې ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې سهراب سیفي، شهزاده دلسوز او صدیق نوري د سپینو زرو مډالونه تر لاسه کړل.

او دغه‎شان فرشتې حسینې او هاشم ځدران د برنزو مډالونه خپل کړل.

اوسپورت د رزمي سیالیو یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG