د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۵

سرچینه: د کابل دشت برچي حمله کې قومي مشر رمضان حسین زاده او یو پولیس افسر وژل شوي

یوې باوري سرچینې د نوم ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار د دشت برچي سیمې انتحاري حمله کې د حاجي رمضان حسین زاده په نوم قومي مشر تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

یادې سرچینې زیاته کړه چې په یاده پېښه کې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې مرستیال هم وژل شوی دی.

سرچینه وايي چې د حمله کوونکو شمېر درې تنه وو چې دوه تنه یې له پولیسو سره نښته کې وژل شوي او یوه بل انتحاري د جومات په اشپږ خانه کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

که څه هم د کره مرګ ژوبلې په اړه تر دامهاله معلومات نه دي ورکړل شوي خو راپورونه وايي چې په یاده پېښه کې د پولیسو په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکي مړه او ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د دنن شپې په انتحاري حمله کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نجیب دانش پر خپل فیس بوک پاڼه لیکلي چې په یاده پېښه کې درې پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

پخواني معلومات

د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د «الزهرا» په نوم جومات کې چاودنه شوې ده.

پېښه نن شپه اته بجې او پنځه څلوېښت رامنځته شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د فتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې یاده چاودنه چې کېداشي انتحاري حمله وي د ماسختن د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

بلخوا ویل کېږي چې د پېښې په ځای کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

تر دامهاله د یادې چاودنې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دامهاله ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG