د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۸

ارزګان کې یو غلچکي حمله کوونکی نیول شوی


د ارزګان ولایت سیمه ييز چارواکي وايي، هغه غلچکي بریدګر یې نیولی چې تېره شپه یې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې درې ملي پولیس په نښه کړي او ټپیان کړي وه.

د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد بریدګر تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۲ملي پولیس ټپیان کړه او ورسته يې د ښار په بله سیمه کې د بل پولیس د ترور هڅه کول چې ونیول شو.

نوموړی وايي، دا لا تراوسه نه ده معلومه چې دغه کس دی کنه خو پولیسو لاس په لاس نولی او ځینې اسناد يې هم ورسره نیولي دي.

XS
SM
MD
LG