د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۴

ټرمپ د کانګرس د هغه غړي عیادت ته ورغی چې ټپي شوی و


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د کانګرس د هغه غړي عیادت ته ورغی چې د چهارشنبه په ورځ په یوه وسله واله حمله کې ټپي شوی دی.

ټرمپ وروسته تر دې چې داسې وانګېرل شوه چې دا له سیاسي انګیزې سره تړلې د خشونت پېښه وه، د یووالي غوښتنه وکړه.

وسله وال کس چې جمهوري غوښتونکی سټیف سکالیس Steve Scalise او یو شمېر نور کسان د واشنګټن ډي سي په لمنه کې په ډزو وویشتل، له جمهوري غوښتونکو سره د تربګنۍ اوږده سابقه درلوده.

پر سکالیس او ملګرو یې د بیسبال د تمرین پرمهال برید وشو.

بریدکونکی، ۶۶ کلن جېمز هجکینسن چې د پېښې په ځای کې د پولیسو په ډزو ووژل شو د جمهوري غوښتونکو ګوند د له منځه وړلو په نوم د یوې ډلې غړی و او تېر کال د ډیموکراټانو د ګوند د کاندید برني ساندرس له کمپاین سره د رضاکارپه توګه یوځای شوی و.

ساندرس ویلي چې دغې پیښې ډېر غمجن کړی او زیاته کړې یې ده چې زموږ ټولنه هېڅ راز خشونت نه مني.

ټرمپ هغه دوه پولیس وستایل چې وسله وال یې په ډزو ویشتی و او پر ټولو امریکایانو یې غږ وکړ چې سیاسي اختلافات یوې خواته کړي.

XS
SM
MD
LG