د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

لویدیځو ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزیر په وروستیو څرګندونو تبصرې کړي


ډېرو لویدیځو ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته چې د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته یې کړي، پام اړولی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

د امریکا دفاع وزیرجېمز متېس د دوشنبې په ورځ وویل چې دی به ډېر ژر ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د افغانستان په اړه انتخابونه وړاندې کړي او زیاته یې کړه چې دغه ستراتیژي به یوازې په جګړه ځپلي افغانستان متمرکزه نه بلکه سیمه به را نغاړي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د افغانستان روان وضعیت په وروستیو میاشتو کې ډېر خراب شوی او امریکایي چارواکو هم دا منلې چې په دې هېواد کې جګړه چې له پیله یې شاوخوا ۱۶ کلونه ووځي، یو دریدلی حالت غوره کړی دی.

د نیویارک ټایمز په لیکنه متېس چې د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته څرګندونې کولې وویل، موږ دغه وضعیت ته په پام سره سیمه‎ییزه تګ‎لاره مخ ته نیولې، هغه ولسمشر ته وړاندې کوو چې ډېر ژر پریکړه وکړي.

د هیل خپرونه په دې اړه لیکي:

متېس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ټرمپ اداره افغانستان ته د نورو سرتېرو په استولو غورکوي چې د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو په وړاندې جګړه کې د افغان ځوکونو ملاتړ کوي.

د خپرونې په وینا هغه هېواد ته چې د متېس له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې په ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو د موټرو پر کاروان په سړک کې یو ایښودل شوی ماین وچاودېد.

که څه هم په دې پېښه کې امریکایي سرتېرو ته زیان ونه رسېد خو د خپرونې په وینا دوه ورځې مخکې په همدې ولایت کې درې امریکایي سرتېري یوه افغان سرتېري په ډزو ووژل او یوبل یې ټپي کړ.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د امریکا د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو هغې برخې ته پام اړولی چې د متحدو ایالتونو د پوځي اډو د بندولو په اړه یې کړي دي.

جېمز متېس له کانګرسه وغوښتل چې پوځ ته اجازه ورکړي چې اضافي اډې وتړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا پنټاګون یا دفاع وزارت ویلي چې په دې کارسره به په میلیارډونو ډالر سپما کړي.

د امریکا دفاع وزیرد استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې پنټاګون په اوس وخت کې له هغه حده چې په عملیاتو کې ورته اړتیا ده او ترې کار اخېستل کېږي ډېر تأسیسات لري او د یو شمېر غیر ضروري اډو او تأسیساتو په بندولو سره به د پنځو کلونو په موده کې لس میلیارډ ډالره سپما شي.

XS
SM
MD
LG