د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۳

د خیبر پښتونخوا هنګو کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژل شوی


د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې، د حقاني شبکې یو قوماندان وژل شوی دی.

یوه ځايې امنیتي چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا قوماندان ابوبکر نومېده او تېره شپه د امریکا د بې‎پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې د سیمې یوه اوسېدونکي بهران خان ویلي چې د حقاني شبکې د دغه قوماندان اصلي نوم عمر خان و چې د خوست ولایت اوسېدونکی و.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، حقاني شبکه په افغانستان کې لوی او ډله‎ییز بریدونه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کابل د وروستي خونړي ټانکر بم برید پړه هم، پر حقاني شبکې اچولې ده.

XS
SM
MD
LG