د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په ۲۰۹ شاهین قول د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه د څېړنو په ترڅ کې د دې قول اردو ابتدایه محکمې د قول اردو د قوماندان په ګډون په لسګونو لوړ پوړو قوماندانانو، افسرانو او نورو ټیټ رتبه پوځیانو ته د تعلیقي او تنفیضي بند سزاوې ورکړي دي.
تېره میاشت پر دغې قول اردو د پراخې حملې په ترڅ کې چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، شاوخوا ۱۴۰ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.
د دغې قول اردو د افسرانو او نورو ټیټ رتبه پوځیانو د محاکمې په اړه نوریاس نوري د امنيتي او پوځي چارو له کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ورڅخه د دغې محکمې له خوا د دې قول اردو مسؤلینو ته د سزا ورکولو په اړه نظر غوښتی: