د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۶

د اقتصادي زیانونو په اړه د یو شمېر کابل چاپ ورځپانو مطالب


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې د وروستي پېښو او سیاسي جریانونو له امله د اقتصادي زیانونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، یو شمېر پانګوالو چې غوښتل یې په هېواد کې پاتې شي او خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکړي، اوس نو دا هیله ورته نه ده پاتې او د سرمقاله لیکونکي په وینا دوی اوس په دې فکر کې دي چې څنګه خپله پانګه له افغانستان بهر انتقال کړي.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان ولسمشر پرون غرمه د خصوصي سکتور له استازو، صنعتکارانو، متشبثینو او پانګوالو سره په ارګ کې کتلي دي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشرغني په دغه کتنه کې افغان سوداګرو او پانګه والو ته وویل چې د کابل وروستي تررویستي برید زموږ پر اقتصاد برید و چې زموږ هېوالو ته یې د سر او مال زیانونه واړول.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشرغني یو شمېر هغو خصوصي شرکتونو ته چې په وروستي برید کې فعالیتونه زیانمن شوي ژمنه ورکړې چې د لنډمهالي لپاره به له اړوندو دولتي امکاناتو ورته د فعالیت زمینه برابره کړي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په یاده کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د مرستیال خان جان الکوزي خبرې او اندېښنې راخیستې دي.

په مطلب کې راغلي چې په دغه کتنه کې ښاغلي الکوزي ولسمشر ته ویلي چې په کابل وروستي موټر بم برید پر خصوصي سکتور برید و چې د لومړنیو ارزونو له مخې په کې پانګوالو او متشبثینو ته ۳۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

په مطلب کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي الکوزي ولسمشر ته ویلي چې په کابل کې د اعتراض کوونکو له خوا د خیموو د درولو له امله هم خصوصي سکتور هره ورځ دوه میلیونه ډالر زیان ویني.

د مطلب لیکوال لیکي چې نوموړي د حکومت له خوا د دغه ستونزې پر قانوني او معقول حل ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG