د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

بارکزی: د ارزګان کندهار د لویې لارې پولیس مسافرین ځوروي


د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، پولیس خلک دې‎ ته مجبوروي چې د وسله‎والو مخالفینو لیکو ته ولاړ شي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ارزګان او کندهار تر منځ پر لويه لار د کندهار پر امنیه قوماندانۍ پورې مربوطو امنیتي پوستو پولیس په موټرو کې پر تلونکو مسافرو بېګارونه کوي، پیسې ورڅخه اخلي او ځوروي‎يې.

نوموړی وايي چي زیات شمېر موټرونه پر هغه لاره اوس تګ راتګ کوي، کوم چې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او هغه لاره يې پرې‎ایښې چې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزی
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیرخان بارکزی

ښاغلي بارکزي زیاته کړه:

"موږ ته د ورځې لسګونه کسان راځي او شکایت کوي چې موږ د کندهار او ارزګان پر لاره پراته پولیس ځوروي، وهي او ډبوي مو، همدا اوس‎يې هم یو شمېر موټرونه راګرځولي دي، دا خپله دوی غواړي چې خلک د طالبانو لیکو ته ولاړ شي."

له دې سره د دغې لارې موټر چلوونکي بیا د پولیسو له وېرې د رسنیو په وړاندې څه نه وايي، خو پر یاده لاره په موټرو کې تلونکي مسافر هم ورته څرګندونې لري.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې یادې ستونزې دې ورته حل کړي.

اخترمحمد چې تازه له کندهار څخه ارزګان ته راغلی، ازادي راډيو ته داسې وویل:

"موږ سهار پر څلور بجې په موټر کې سپاره شوي یوو، کله چې د تور کوتل سیمې ته را ورسېدو، پولیسو له موټر څخه راکښته کړو او درې ساعته‎يي راباندې کار وکړ، زموږ په موټر کې یې اوبه له وطن څخه راوړې، سپکې سپورې يي راته وکړې، لسګونه موټر يې نور هم راګرځولي وو."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د ارزګان او کندهار تر منځ د لويې لارې موټر چلونکو درې ورځې په دې موخه اعتصاب کړی و چې ګوندې پر لويه لار د مېشت امنیتي پولیس‎يي ځوروي.

په ورته وخت کې بیا د کندهار ولایت امنیتي چارواکو په دې اړه ناخبري وښوده.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیاء‎ دراني ازادي ارډيو ته وویل چې دوی په دې اړه معلومات نه‎لري او نه هم کوم چا ورته شکایت کړی دی.

نوموړی وايي چې دوی په دې اړه پلټنې کوي او هغه کسان چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کوي، قانونې چلند به وسره وکړي او سزا به ورکړي.

ښاغلی دورانی وايي:

"د پولیس وظیفه داده چې د خلکو ساتنه وکړي او هغوی ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي، نه خلک ځورول، خو دا چې د ارزګان او کندهار پر لاره پولیس خلک ځوروي، موږ ته هېڅ د منلو وړ نه‎‎ده او نه موږ پرې خبر یوو."

د یادونې وړ ده چې د ارزګان کندهار تر منځ د لارې موټر چلوونکي نه یوازې دا چې د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي، بلکې د لارې له خرابوالي هم سرټکوي او وايي چې د لارې د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG