د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د ليبيا د پخواني واکمن زوى سيف الاسلام قذافي خوشې شو


د ليبيا د پخواني واکمن زوى سيف الاسلام.
د ليبيا د پخواني واکمن زوى سيف الاسلام.

د ليبيا د پخواني واکمن معمر القذافي زوى سيف الاسلام قذافي، د ليبيا په لوېديځ کې د يوې وسله والې ډلې له خوا خوشې کړاى شو.

دى له ٢٠١١میلادي کال راهيسې چې په دغه هېواد کې د ده د پلار په وړاندې مظاهرې وشوې او له واک څخه وپرځول شو، په بند کې و.

ليبيا شپږو کلونو راهيسې له سياسي کړکېچ سره مخامخ ده، په دغه هېواد کې دوه حکومتونه د خپل قدرت د پراخولو هڅه کوي.

د سيف الاسلام قذافي مدافع وکيل او هغه لېوا چې د ده په خوشې کېدو کې يې نقش درلود، وايي دى د يوې وسله والې ډلې له ولکې ازاد شو.

د سيف الاسلام مدافع وکيل خالد الزيدي د يکشنبې په ورځ وويل، سيفد عفوې د هغه قانون پر اساس چې د ليبيا په ختيځ کې د دېره پارلمان له خوا تصويب شوى، په زنتان ښارګوټي کې له بنده خوشې کړاى شو.

ده ويلي، سيف به بل ښار ته لاړ شي، خو ده د امنيتي ملحوظاتو په خطر ونه ويل چې کوم ښار؟

۴۴ کلن سيف الاسلام تر خوشې کېدو وروسته رسنيو ته وويل:

"فرانسويان يا اروپايان بايد د ليبيا له خلکو سره خبرې وکړي، تاسو دوې ورځې مخکې وليدل چې په زرګونو کسانو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ، د ليبيا واقعي تصوير دغه دى، دا واقعي ليبيايان دي، که دوى غواړي د ملېشه وو ملاتړ وکړي، ودې کړي، خو زه وايم دوى به يې بايلي، موږ به يې ګټو."

سيف الاسلام قذافي د ليبيا د پخواني واکمن معمر القذافي ډېر نامتو زوى ګڼل کېږي، مخکې تر دې چې شپږ کاله مخکې په ليبيا کې پاڅون پيل شي، دى د معمر القذافي احتمالي ځايناستى ګڼل کېده.

د هغو پاڅونونو له کبله معمر القذافي له واک څخه وپرځول شو او ووژل شو.

د لیبیا وژل شوی مشر معمر القذافي.
د لیبیا وژل شوی مشر معمر القذافي.

دا لا څرګنده نه ده چې د قذافي زوى سيف الاسلام قذافي به په ليبيا کې چې ګڼې وسله والې ډلې او دوه حکومتونه په کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي، څه رول ولوبوي.

د ليبيا په ختيځ کې چې پوځي قوماندان خليفه حفتر ورباندې د قدرت پراخولو هڅه کوي ځينو کسانو د سيف د خوشې کېدو هڅه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني رژيم ځينو غړو هم يو وار بيا د خپل نفوذ د زياتولو لپاره د سيف د خوشې کېدو لپاره هڅې زياتې کړې وې.

سیف الاسلام په زندان کې.
سیف الاسلام په زندان کې.

په زنتان کې د ابوبکر صديق په نامه لېوا چې د سيف د ساتنې مسؤليت يې درلود، ويلي، د ليبيا په ختيځ کې يې د مېشت حکومت د عدليې وزارت د غوښتنو پر اساس د سيف الاسلام قذافي د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

په طرابلس کې يوې محکمې په ٢٠١۵میلادي کال کې د جنګي جنايتونو او د پاڅونونو پر مهال د مظاهره چيانو د وژنې په تور سيف د مرګ په سزا محکوم کړى و.

وروسته له هغې چې د سيف الاسلام د پلار معمر القذافي حکومت نسکور شو، ليبيا له سخت کړکېچ سره لاس و ګرېوان شوه.

د حکومت مخالفین او وسله وال متحدان د قدرت پر سر په مبارزه کې ښکېل شول.

په طرابلس کې د ليبيا هغه حکومت چې ملګري ملتونه يې په رسميت پېژني هڅه وکړه، خپله واکمني پراخه کړي، خو په ختيځ کې ځواکمنې ډلې ټپلې ورسره ملګرې نه شوې.

XS
SM
MD
LG