د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن کمبودیا ته ولاړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شنبه د کمبودیا پر لور روانه شوه.

د فوټبال فدراسیون تخینکي ډایرکتر طاهر روفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د جون په ۱۳ مه د کمبودیا د فوټبال له لوبډلې سره مقدماتي سیالي لري.

د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په یوه دوستانه لوبه کې مالدیف ته دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG