د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۵

افغان حکومت نن شنبه ملي ماتم اعلان کړی دی


د افغانستان حکومت نن شنبه ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې په ټول هېواد او بهر کې به دافغانستان پردولتي ودانیو ملي بيرغ نیم ځوړند وي.

د خبرپاڼې په حواله، ملي ماتم په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو د قربانیانو د درناوي لپاره اعلان شوی دی.

په کابل کې د حکومت پرضد د یو شمېر خلکو اعتراض لاهم روان دی.

د افغانستان د ملي شورا یوځانګړی پلاوی چې د اعتراض کونکو او حکومت ترمنځ د جوړ جاړي هڅې کوي، نن ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

د دې پلاوي یوه غړي عرفان الله عرفان ازادي راډیوته وویل چې د اعتراض کونکو یوه عمده غوښتنه د هغو کسانو نیول دي چې په کابل کې پر مظاهره کونکو یې ډزې کړې دي.

XS
SM
MD
LG