د لاسرسي لېنکونه

د عربو او کردانو ائتلاف: د رقه ښار لوېدیځ کې له داعش ډلې ځينې سیمې نیولي


سوریې کې د عربو او کردانو ائتلاف چې د امریکا متحد ایالات يې ملاتړ کوي، پرون شنبه د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې، داعش له وسله والو د رقه په لوېدیځ کې یو شمېر سیمې نيولې دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې پرون جمعه له لندنه په خبرپاڼه کې وویل چې د سوریې ډیموکراټیک ځواک د رقه په لوېدیځو سیمو کې هم د پرمختګ په لار کې دی.

د سوریې په رقه ښار کې د امریکا په ملاتړ د عربو اوکردانو د ګډ ائتلاف " SDF"ځواکونو د داعش پرضد جګړه جاري ساتلې او ویل کېږي چې د ښار له لوېدیځو سیمو د درنو چاودنو او ډزو غږ اروېدل کېږي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې له لندنه په بیان کې ویلي چې دې ځواکونو د رقه په لوېدیځ کې، د داعش له وسله والو یو شمېر مهمې سیمې نیولې دي.

یاد ائتلاف له داعش ډلې مهمې سیمې نیولي دي.
یاد ائتلاف له داعش ډلې مهمې سیمې نیولي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې دې ډلې ویلي، ائتلافي ځواکونو چې د امریکا هوايي ملاتړ ورسره و، پرون د رقه په لوېدیځ کې د جزره سیمه نیولې او له هغه ځایه د درنې جګړې غږ اروېدل کېږي.

د دې ډلې په وینا، د پنجشنبې په ورځ په رقه کې د انټرنټ پر یوه کافه په هوايي حمله کې لږترلږه پینځلس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

په همدې ورځ، په یوه بله هوايي حمله کې هم لږترلږه اووه تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، ملګري ملتونه وايي چې لږترلږه ۴۰ زره ماشومان په رقه کې د جګړې په سیمه کې، په ناوړه شرایطو کې راګیر دي.

دې سازمان په رقه کې د جګړې پرښکېلو خواوو غږ کړی چې هغو کسانو ته چې له جګړې د تېښتې هڅه کوي، لار وکړي.

رقه ښار کې د جګړې له وېرې ملکي خلک د وتلو پرمهال.
رقه ښار کې د جګړې له وېرې ملکي خلک د وتلو پرمهال.

ملګري ملتونه وايي، ډېر ملکي خلک په رقه کې د جګړې په سیمه کې بند پاتې دي او د تېښتې خوندي لارې نه لري.

په رقه کې د داعش پر ضد عملیات په داسې وخت کې پېل شوي چې د عراق حکومتي ځواکونه وايي چې د داعش له وسله والو د موصل ښار نیولو ته نېږدې دي.

موصل په عراق کې د داعش د وسله والو وروستی، اساسي پناه ځاي بلل کېږي.

د داعش وسله والو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق او سوریې زیاتې سیمې ونیولې.

په لومړیوکې، په عراق کې موصل او په سوریه کې رقه د داعش د وسله والو اساسي مرکزونه وو.

XS
SM
MD
LG