د لاسرسي لېنکونه

امریکا به له روسيې سره په يوه توده جګړه کې برلاسی وي؟


د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، که د اټمي وسلې لرونکو هېوادونو تر منځ جګړه پيل شي، په نړۍ کې به هېڅ‎څوک ژوندي نه شي پاته.

ولسمشر پوتين د هالیووډ له نامتو فلم جوړوونکي اوليور ستون سره په مفصله مرکه کې خپل نظريات شریک کړي دي چې ټاکل شوې ده د يوه مستند فلم په توګه خپاره شي.

ويل کېږي په دغه فلم کې پوتين ډېر فرصت تر لاسه کړی چې د امریکا په اړه خپلې ناخوښۍ او شکايتونه بیان کړي.

دغه مستند سريال به د جون له دوولسمې نېټې په شوټايم کې خپريږي.

له پوتين سره د سټون مرکه وروسته له هغه ده چې پوتين په دې وروستيو کې پر امریکا ډېرانتقادونه کړي او واشنګټن يې د مسکو په چارو کې په لاسوهنه او د خپلو بهرنيو ګټو لپاره له ناټو په ناوړه استفاده تورن کړی دی.

همدا مسايل د ياد مستند فلم د صحنو پراساس چې په انټرنيټ کې مخکې له مخکې خپاره شوي، له امریکايي فلم جوړوونکي اوليور ستون سره د پوتین د خبرو پر مهال هم لیدل کېږي.

کله چې سټون له پوتين څخه پوښتنه کوي چې ایا امریکا به له روسيې سره په يوه توده جګړه کې برلاسی وي؟

پوتين وايي، هېڅ‎څوک به ژوندی پاته نه‎شي.

په دې مرکه کې د پوتین څرګندونې د واک پرمهال د ده د ۱۷ کلونو بيانونه منعکسوي.

د هغې وينا په شمول چې ده تېره اوونۍ د نړۍ په اقتصادي فورم کې په سانپيټرزبرګ کې کړې وه او ناټو يې د واشنګټن د بهرنۍ پالیسۍ وسیله بللې وه.

پوتين په دغه مرکه کې ويلي، روسيه به اړه شي چې د ده په وينا د ناټو د تهديد په ځواب کې خپل نظامي تياری زیات کړي.

ناټو بیا-بیا ويلي چې روسيې ته تهديد نه‎ده او يوازې د دغه ائيتلاف د موافقې پر اساس د خپلو غړيو هېوادونو دفاع کوي.

ناټو بیا-بیا ويلي چې روسيې ته تهديد نه‎ده
ناټو بیا-بیا ويلي چې روسيې ته تهديد نه‎ده

د يادونې وړده چې بلومبرګ تلويزیون چې د دغه مستند فلم د لومړيو دوو ساعتو د خپرولو حق يې خپل کړی دی، د پوتین دغه څرګندونې يې له حقيقت سره نه‎دي پرتله کړي.

دغه مستند فل همدا راز د پوتين عجبه جمله را اخيستې ده چې وایي:

زه ښځه نه یم، نو بده ورځ راته نه ګوري. دی وايي، نه غواړي د چا سپکاوی وکړي، دا یوازې د شيانو طبعيت دی. ځينې حقيقتونه د خپلې طبيعي لارې سره سم ځي.

امریکايي فلم جوړوونکي اوليور سټون له يوه استراليايي تلويزیون سره په خبرو کې ويلي:

پوتین يې خوښ دی او محترم يې ګڼي، خو زیاته کړې يې ده چې ما په دغه مرکه کې پوتين په عذاب کړ، په وړاندې يې تند وم او له هغه مې وپوښتل چې ولې دې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړه؟

XS
SM
MD
LG