د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

کندز کې د ۴ ورځنۍ جګړې له کبله ۲ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ له ستونزو کړېږي


د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې د ۴ ورځنۍ جګړې له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي او اوس‌مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د امام صاحب ولسوال امان‎الدین قُریشي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د روانې جګړې له کبله د امام صاحب ښار تړلی دی او جګړه لاهم د ښار په نېږدې څنډو کې دوام لري.

د امام صاحب ولسوال زیاته کړه:

"دغه څه باندې ۲۰۰۰ زره کورنۍ چې د جګړو له کبله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي، اوس‌مهال په بېلابېلو سیمو کې د خپلو او خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي او له دوی سره تر اوسه اړینې مرستې هم نه‌دي شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي."

ولسوال زیاتوي، افغان ځواکونو جګړه‎‌ کنټرول کړې، خو لا هم جګړه د دې ولسوالۍ د بخمل کوچه، نو اباد، آقي بای، کهنه قلعه او د روضې په شااوخوا سیمو کې جریان لري.

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې د کشفي او استخباراتي راپورونو له‌مخې، په دې ولسوالۍ کې په دې ۴ ورځنۍ جګړه کې ۵۹ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ۱۱۱ تنه‌یې ټپیان شوي او همدارنګه ۱۰ تنه دولتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي، خو نوموړي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

په ورته وخت کې بې‌ځایه شوي وايي چې تر اوسه له دوی سره مرستې نه‎دې شوي او د روژې په دې مبارکه میاشت کې له سختو ناخوالو سره مخ دي.

دغه بې‌ځایه شوي وايي چې د کلیوالو اقتصاد کرنې او مالدارۍ پورې تړلی، خو د جګړو له کبله د دوی هر څه له‌منځه تللي او دا مهال له سختو ستونزو ځورېږی.

یوه تن بې‎ځایه شوي وویل:

"وروره له خپل کورونو وتلي یوو، کله چې جنګ پیل شو ما دومره وکړل چې خپل ماشومان یوه امن‌ځای ته ولېږدوم، نور ټول کور مې پر ځای پاتې شو، دولت له موږ سره باید مرسته وکړي، له ډېرو مشکلاتو سره مخ یو."

د امام صاحب یو بل بې‎ځایه شوی وایي:

"دولت باید په سیمه کې امنیت راولي چې خلک په خپلو سیمو کې په ارامه ژوند وکړي، د دغې جګړې له امله خلک له خپلو کلیو ښار ته راغلي او دلته د خپلوانو کورونو کې ژوند کوي او له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي چې دولت باید له بې‎ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي."

د امام صاحب ولسوالۍ چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، د کندز یوه له لویو او زیات نفوس لرونکو او هغو ولسوالیو له ډلې ده چې د خلکو اقتصادي ژوند یې په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی چې د جګړو له کبله‌یې اوس کښتونه ټول له‌منځه تللي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG