د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۷

بلومبرګ: د اقلیمي بدلون د موافقې له لاسلیک سره موافقه شوې


د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ پرون وویل چې د متحده ایالاتو څه باندې زرو والیانو، ښاروالانو او د لویو شرکتونو مشرانو د پاریس د اقلیمي بدلون د موافقې له لاسلیک سره موافقه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دې تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو اعلان وکړ.

بلومبرګ چې د ښارونو او اقلیمي بدلون په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی دی په یوه بیان کې چې سرلیک‌یې "موږ لا هم په‎کې یو" دی، ویلي، دی به له سیمه‌ییزو حکومتونو او غیر حکومتي ټولنو سره ګډ کار وکړي څو د مضرو ګازونو د کمولو په برخه کې د هغو ژمنې ترلاسه او ملګرو ملتونو ته‌یې ورسوي.

بیان زیاتوي چې د پاریس له موافقې څخه د ولسمشر ټرمپ وتل یوه سهوه وه.

XS
SM
MD
LG