د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم غړي له مالدیف سره د یوې دوستانه لوبې په مقصد دوبی ته رسیدلي دي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکی او توفیستر د هېواد د فوټبال د فدراسیون پر فیسبوک پاڼه په یو ویدیويي پیغام کې ویلي چې افغان لوبغاړي دې لوبې ته د تیارۍ په حال کې دي.
له مالدیف سره لوبه چې د سې شنبې په ورځ په پام کې ده، د کمبودیا له لوبډلې سره د رسمي سیالۍ په درشل کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ملي لوبډلو مدیر علي عسکر لعلي ویلي چې د دې لوبې د ترسره کولو لپاره به ملي لوبدله د جون په اتمه کمبودیا ته ولاړه شي.
د اسیایي هېوادونو د جام د مقدماتي لوبو په لړۍ کې افغانستان له کمبودیا، اردن او ویتنام سره په یوه ګروپ کې لوبې کوي.