د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

سعودي او روسیه: د تېلو د تولید کمول د بازارونو د وضعیت انډول ساتي


روسیې او سعودي عربستان د تېلو د توليداتو کمولو په برخه کې موافقه ستايلې ده او ويلي يې دي چې دا موافقه په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د قيمتونو د کمېدو لامل شوې ده.

روسیې او سعودي عربستان د سې شنبې په ورځ د تېلو پر تولید محدودیت وستايه چې دوی وايي، د تېلو د نړيوالو بيو په انډول ساتلو کې مرسته وکړي او د لا زیاتو همکاریو ژمنه‌يې وکړه.

په کرملېن کې په یوه غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين د سعودي عربستان مرستيال وليعهد محمد بن سلمان هرکلی وکړ.

ښاغلی بن سلمان به تر اوسني پاچا وروسته د سعودي عربستان نوی پاچا وي او اوس د دغه هېواد د دفاع او انرژۍ د چارو مسئول دی.

دا د تېر کال راهیسې د پوتين او بن سلمان تر منځ دوهمه غونډه ده.

مخکې دوی په چين کې سره لیدلي وو چېرته چې د نړۍ تر ټولو زيات تېل توليدوونکي هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د تېلو بيو د ټيټېدو د مخنیوي لپاره به د بيو پر محدودیت همکاري کوي.

پوتین او ملک سلمان.
پوتین او ملک سلمان.

پوتین د سې شنبې په غونډه کې بن سلمان ته وويل:​

"سم او همان شوي اقدامات په نړۍ کې د هايدروکاربن د بازارونو د وضعیت انډول ساتي."

ده زياته کړه چې په دې برخه کې زموږ د هېوادونو لپاره د انرژۍ په برخه کې موافقې ډېرې مهمې دي.

موږ ستاسو د نظر لپاره له تاسو ډېر منندوی او له اوپېک او هغو هېوادونو چې د دې ټولنې غړي نه‌دي، مننه کوو.

محمد بن سلمان.
محمد بن سلمان.

د سعودی عربستان وليعهد محمد بن سلمان د روسیې او عربستان روابط تر بل هر وخت په ښه حالت کې وبلل او ویې‌ويل:​

"مهمه خبره دا ده چې د نفت په بازارونو او انرژۍ په قیمتونو کې د ثبات په راوستلو سره موږ وکړای شو يو مستحکم تهداب جوړ کړو او دې کار په راتلونکي کې د ښو همکاریو امکانات برابر کړي دي."

د ۲۰۱۵ میلادي کال په نومبر میاشت کې روسيې، قزاقستان، اذربايجان او يو شمېر هېوادونو چې د اوپېک غړي نه‌دي، خو د سعودي، ايران، عراق او د دې ټولنې د نورو غړو سره‌يې موافقه وکړه چې په دې وروستیو کې نوې شوه او له مخې يې په نړۍ کې د تېلو تولید هره ورځ تر ۱.۸ میلیونه بېرله کم شوی دی.

له هغه راهيسې چې د روسیې او اوپېک پرېکړه عملي شوې ده، د تېلو بيه له ۴۰ څخه تر ۵۰ ډالرو پورې ثابته پاتې شوې ده.

په داسي حال کې چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په جنورۍ مياشت کې قيمتونه دېرش امريکايي ډالرو ته ورسېدل.

له دې سره اوس‌مهال په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر بيو کمې دي او د يوه بېرل بيه ۱۰۰ امريکايي ډالر ده.

XS
SM
MD
LG