د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

عراق کې "بسیج مردمي" ډلې د سوريې پولې ته نېږدې کلیو کې پرمختګ کړی


د عراق د شیعه‌ګانو یوې وسله‌والې ډلې چې ایران‌يې ملاتړ کوي، ویلي چې د سوريې پولې ته نېږدې کلیو کې يې پرمختګ کړی دی.

د عراقي شیعه‎ګانو یوې ډلې ویلي د سوريې پولې ته نېږدې يې د داعش وسله‎وال پر شا تمبولي او د هغې تدارکاتي لارې پرانیستلو ته یو ګام نېږدې شوی چې ایران ترې د سوريې حکومت ته اکمالات کولای شي.

د «بسیج مردمي» په نوم دې وسله‎والې ډلې د عراق د باج ښار په شمال کې خپل دا پرمختګ د روژې په میاشت کې یوه معجزه بللې ده.

د بسیج ډلې ویاند احمد الاسدي ویلي، دا پرمختګ کولای شي له داعشه د سوريې د پولې په امتداد د پرتو ټولو سیمو د ازادولو لپاره زمینه برابره کړي.

د دې تدارکاتي لارې پرانیستل به د سوريې په ۶ کلنې کورنۍ جګړه کې د وسله‎والو یاغیانو پر وړاندې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د نظام یو بل امتیاز وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې حکومتي ځواکونه تر اوسه نه‎دي توانېدلي چې د عراق پولو ته نېږدې شي.

د عراق پولو ته د رسېدو لپاره د سوريې حکومتي ځواکونه باید د هغو کُرد ملېشو له قلمرو تېر شي چې امریکا يې ملاتړ کوي.

روېترز خبري اژانس وايي، ایران له عراق، افغانستان او پاکستان څخه زرګونه شیعه‎ګان راټول کړي، پوځي روزنه‌يې ورکړې او د لبنان د حزب‎الله ډلې تر څنګ‌يې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ د هغه له وسله‎والو مخالفینو سره جګړې ته استولي دي.

ایران او روسیه د سوريې په کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د نظام کلک ملاتړي دي.

XS
SM
MD
LG