د افغانستان– تاجکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، امنیتي، فرهنګي او داسې نورو چارو پراختیا هغه موارد چې تړون یې د افغانستان د اقتصاد او د تاجکستان د نقلیاتو د وزیرانو ترمنځ، د جمعې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د تړون د لاسلیک کېدو پر مهال وویل، په یادو برخو کې پخوا تر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځه ورته تړونونه لاسلیک شوي او اوسنی تړون، د پخوانیو لاسلیک شویو پروژو د پراختیا لړۍ ده.
ښاغلي مراد وویل، اوسنی تړون به وکړاي شي د تېرو لاسلیک شویو پروژو پاتې کارونه بشپړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزي چارې لامنظمې او پراخې کړي.
دی وايي:
"دغه پروتوکول د اقتصادي او تجارتي همکاریو په برخه کې وروستی او لاسلیک شو. هیله ده دغه پروتوکول، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او فرهنګي اړیکې لاپراخې کړي."
د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې پخوا تر دې د ټرانزیټ، اقتصادي او سوداګریزو چارو، د اورګاډي د پټلۍ د غځولو، د افغان محصلینو د روزلو، د افغان کار کوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او د کاسا ۱۰۰۰ د پروژو تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوي چې کارونه یې په چټکۍ سره پرمخ ځي او ښې نتیجې یې ورکړي دي.
د تاجکستان د نقلیاتو وزیر خدایار خدا یار زاده وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو په نتیجه کې د افغانستان– تاجکستان ترمنځ د سوداګریزو چارو کچه د ۳۵ میلیونو ډالرو څخه ۷۵ میلیونو ډالرو ته پورته شوې ده.
ښاغلي خدایار زاده وویل، افغانستان او تاجکستان دواړه په وچه کې ایسار هېوادونه دي او د تجارت او ټرانزیټ د پراختیا لپاره یې اړینه ده چې د دواړو هېوادونه سره اړیکې نورې هم پراخې کړي.
ده له افغانستان سره د تاجکستان د مرستو پر دوام ټینګار وکړ ويې ویل:
"د ورور هېواد افغانستان د اړتیا په پام کې نیولو سره موږ چمتو یو چې د لسګونو زرو معاصرو کدرونو په روزلو کې یې برخه واخلو. د تاریخ په دغه حساس پړاو کې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري چې هغه امنیت، ثبات، همیشنۍ پراختیا او دوستانه او رښتیني اړیکې دي."
افغان چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې پر تاجکستان سربېره افغان حکومت د منځني اسیا له ډېرو هېوادونو سره د ټرانزیټ، اقتصادي پراختیا او د بریښنا د لېږد په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني هم په خپلو وینا ګانو کې تاکید کړی چې افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ، د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په یوه مهم واټ واړوي.
افغان چارواکي وايي، د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره به د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا د افغانستان اقتصادي ستونزې اوارې کړي.
راپور: خان محمد "سیند"