د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د امریکايي ځواکونو یو ټولۍ د هلمند سنګین ولسوالۍ ته تللې


د امریکايي ځواکونو یو ټولۍ د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته تللې ده.

په هلمند کې د امریکايي ځواکونو قوماندان په سنګین ولسوالۍ کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي دي چې په دې ولسوالۍ کې د افغان حکومت حضور او دوامداره امنیت د ټول جنوب لویدیځ زون لپاره ارزښت لري.

د هلمند ولایت چارواکي چې د عملیاتو د پلان جوړونې لپاره سنګین ولسوالۍ ته تللي وو؛ وايي، د دې ولسوالۍ لپاره اضافي تازه دمي سرتېري استول شوي دي او پلان لري چې د ولسوالۍ مرکز د بازار او ګڼ مېشتو سیمو ته انتقال کړي.

زموږ همکار الیاس داعي سنګین ته تللی او د امریکايي ځواکونو او دولتي مسؤلینو ترڅنګ يې د هغې ولسوالۍ د قومي مشرانو سره د سنګین پر راتلونکي خبرې کړي دي.

نور تفصیل زموږ د همکار په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

XS
SM
MD
LG