د افغانستان د ولسي جرګې د وكيلانو د خونديتوب امتيازاتو او حقوقو كمېسيون وايي چې د دغه جرګې یو شمېر وکیلان له قانونه سرغړونه او ناوړه ګټه اخیستنه کوي.
د دغه کمېسیون رئیس مولوي احمد الله موحد ازادي راډيو ته ویلي چې د قانون په وړاندې ټول یو ډول حقوق لري او هر څوک چې غیر قانوني کړنه ترسره کړي قانوني چلند به ورسره وشي.
له ښاغلي موحد سره زموږ همکار اکرام الله په د ولسي جرګې د وکیلانو د قانوني مصؤنیت په اړه لنډه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د ولسي جرګې غړي کوم قانوني مصونیت لري: