د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

بحرین کې پر مظاهره چیانو برید کې پنځه تنه وژل شوي


په بحرین کې پرون سې شنبې وروسته له دې چې پولیسو د بحرین د مخکښ شیعه ملا پر ملاتړ کوونکو مظاهره چیانو برید وکړ، لږترلږه ۵ تنه ووژل شول او په سلګونو نور ونیول شول.

پولیس وايي، نېږدې ۳۰۰ تنه یې پلازمېنې منامې ته څېرمه په دیراز کې ونیول.

دغو کسانو د بحرین د شیعه ګانو د مذهبي مشر عیسي قاسم د کور مخته غونډه کړې وه.

د بشري حقونو ډلو پر دې سوله ییزې مظاهرې د پولیسو خونړۍ حمله غندلې او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا برید د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي سفر لومړنۍ نتیجه وبلله، ویې ویل چې سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر سفر د بحرین رژیم زړه ور کړ.

ولسمشر ټرمپ د بحرین له پاچا سره.
ولسمشر ټرمپ د بحرین له پاچا سره.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ریاض د سرمشریزې په څنډه کې د بحرین له پاچا حمد بن خلیفه سره ولیدل او ورته ویې ویل چې د امریکا او بحرین په اړیکو کې یوه څه ترینګلتیا شته خو د مظاهره چیانو په ارتباط به کومه ستونزه نه وي.

د خلیج د سیمې دا کوچنی هېواد د امریکا کلیدي متحد دی.

په دغه هېواد کې د امریکا سمندري ځواکونه ځای پر ځای دي، خو د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې په ځلونو د بشري حقونو د مسئلې پر سر پر بحرین انتقادونه کړي دي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت وايي، په مظاهره کې یې هغه کس نیولی چې له ۲۸۶ تنو نورو سره د جاو له محبسه تښتېدلی و او له یو شمېر مظاهره چیانو سره لاسي بمونه او چاړې وې.

دا وزارت همداراز وايي چې د دغو کسانو زیات شمېر د عیسي قاسم په کور کې پټ شوي و.

همداراز وايي چې یو شمېر امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

بحریني چارواکي، عیسي قاسم په خپل هېواد کې تشدد او فرقیي تاوتریخوالو ته په لمن وهلو تورنوي.

نوموړی یې د مې په یو ویشتمه په یو کال بند محکوم کړ.

تېر کال د بحرین حکومت له عیسي قاسم څخه په دې تور د بحرین تابعیت واخیست چې له ایران سره اړیکې لري او خلک تاوتریخوالو ته هڅوي.

بحریني چارواکي د خپل هېواد په ناکراریو کې د ایران لاس ویني.

خو ایران دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG