د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

د سولې په اړه ټرمپ نه د پاپ فرانسېس غوښتنه


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس نن د لومړي ځل لپاره په واتیکان کې سره ولیدل.

د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسېس سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لومړنۍ لیدنه د دواړو مشرانو د لاس په روغبړ پیل شوه.

ډونالد ټرمپ له پاپ فرانسېس څخه مننه وکړه او ویې‌ویل چې د ویاړ ځای دی چې له هغه سره خصوصي لیدنه کوي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د دې لیدنې په پای کې د نورو ډالیو تر څنګ ولسمشر ټرمپ ته یو مډال ورکړ.

ټرمپ هم پاپ فرانسېس ته د مارتین لوتر کېنګ کتابونه ډالۍ کړل.

پاپ فرانسېس په دې لیدنه کې له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې د سولې راوستونکی واوسي.

​ولسمشر ټرمپ د خدای پامانۍ پر مهال وویل:

"مننه کوم، هغه څه چې تاسو وویل هیر به‌یې نه‌کړم."

ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ د ایټالیا له ولسمشر سرګیو ماتاریلا او صدراعظم پاولو ګېنتي لوني او صدراعظم سره هم خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون ایټالیا ته ورسېد.

نوموړي تر هغه دمخه د مې پر ۲۳مه اسرائیلو او لوېدیځې غاړې ته تللی وو.

ټرمپ هلته پر اسرائیل او فلسطینيانو غږ وکړ چې یوې روغې جوړې ته ورسېږي.

ولسمشر ټرمپ په لوېدیځه غاړه کې ویلي که اسرائیل او فلسطین وکولای شي د سولې یوه توافق ته ورسېږي، دا به په ټول منځني ختیځ کې د سولې پروسې ته لار هواره کړي.

ولسمشر ټرمپ د دندې له پیله د خپل لومړني رسمي بهرني سفر په ترڅ کې د مې پر ۲۱مه په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

واتیکان ته په ورتلو سره د نړۍ د درېیو سترو ادیانو مرکزونو ته د ولسمشر ټرمپ سفر ختم شو، خو دی به د مې پر ۲۵مه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه او د مې پر ۲۶مه او ۲۷مه په سیسیلي کې د «جې۷» یا د نړۍ د اوو سترو قدرتونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG